fbpx

اتمر په خپله بې حافظې؛ که ولس ورته بې حافظې ښکاري؟

په دې هېڅ خبرې نه کوو، چې ولمسشر غني په کونړ کې د پخوانيو پاچاهانو يا د احمد شاه بابا او غازي امان الله خان په اړه څه ويلي دي، ځکه دا به د تاريخ استادانو ته پرېږدو، چې هغوى پرې قضاوت وکړي، خو خبره به د اشرف غني د پخواني ملي امنيت سلاکار او د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو نوماند محمد حنيف اتمر په اړه وکړو، چې د ولسمشر غني د همدغه خبرو په اړه يې يوه اعلاميه خپره کړې او پکې يې ويلي دي، چې ولسمشر غني له تاريخ نه دى خبر او احمد شاه بابا او غازي امان الله خان ته يې سپکاوى کړى دى.

زه دا نه وايم چې ولسمشر غني سپکاوى کړى او که نه، زه يوازې دا وايم چې اتمر په کومه خوله د احمد شاه بابا او غازي امان الله خان په ننګه خبره کوي؟

پوهېږئ، کله چې حنيف اتمر دا اعلاميه خپروله، له هغه لږ ساعت مخکې اتمر د افغانيت او اسلاميت نه منکر لطيف پدرام ليدنې ته روغتون ته ورغلى و، د هغه لاس يې په خپلو لاسونو کې کلک نيولى او خپلې سينې ته نږدې کړى و، او که تاسې په انځور کې د حنيف اتمر مخ ته وګورئ، نو له ورايه ښکاري چې له پدرام سره په څه ډول باندې غمرازي کوي، يعنې له مخه يې ښکاري چې سړى سخت خپه او غمژن دى.

لطيف پدرام هماغه سړى دى، چې په ډاګه وايي چې نه افغان يم او نه دې افغانيت منم، په ډاګه وايي چې احمد شاه بابا غل و، غازي امان الله خان کافر و او هېڅ پاچا دې نه مني، هغه له سره د ټولو څخه منکر دى او په ښکاره ورته کنځاوې کوي، خو د همدغه سړي يار بيا راپاڅېږي او د احمد شاه بابا او د غازي امان الله خان د ننګ خبرې کوي؟ نه پوهېږم، چې حنيف اتمر به خپله حافظه نه لري، که چېرته ولس ورته بې حافظې ښکاري؟

دا هم ولولئ: د اتمر وسلواله ننداره او د ولس غبرګون

د احمد شاه بابا پر وخت څو سوه کلونه تېر شوي، همدا راز د غازي امان الله خان پر وخت هم لسګونه کلونه تېر شوي، نو که موږ د هغوى د دور په اړه کومه خبره کوو، کېداى شي ماخذونه ورته ډېر په ګرانه پېدا کړو، خو پدرام خو زموږ تر مخه دى، پدرام خو د همدې اتمر پر وخت کې دې ټولو مشرانو ته کنځاوې کړي دي، همدې اتمر ته يې هم کنځاوې کړي دي، خو چې دا هر څه به له اتمر ولې هېر شوي وي؟

تېره ورځ په يوه غونډه کې حنيف اتمر پر حکومت تور ولګاوه، چې د دې حکومت پر وخت کې ١٥٠ زره کسان وژل شوي دي، دا موږ هم منو چې د دې حکومت پر وخت کې ١٥٠ زره کسان وژل شوي دي، خو ايا د دغه حکومت په راس کې څوک و؟ همدا حنيف اتمر څلور کاله د ملي امنيت سلاکار نه و، همدا اتمر لومړى کس نه و چې بايد د هرې پېښې په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړي، همدا اتمر نه و چې بايد په هر ځاى کې يې د پېښې په اړه پوښتنه کړې واى؟ کندوز سقوط شو، اتمر د ملي امنيت سلاکار و، فراه سقوط شوه، اتمر د ملي امنيت سلاکار و، داعش نيمايي ننګرهار د اتمر پر وخت کې نيولى و، نو که اتمر وايي، چې ١٥٠ زره کسان د دې حکومت په وخت کې وژل شوي دي، نو د دې هر څه تر شا د اتمر دواړه لاسونه هم شته.

څه موده مخکې حنيف اتمر په يو ځاى کې ويلي و، چې د ملي يووالي حکومت جوړولو لپاره ډېر ښه وخت و، خو په ارګ کې داسې څوک نه و، چې له دې څخه يې ګټه پورته کړې واى، نو په ارګ کې خو په ولسمشر غني پسې دويم کس حنيف اتمر و، چې په دغه څلورو کلونو کې به اتمر هلته څه کول؟

هماغه شمالي ټلواله، چې هره ورځ به يې د اتمر پر ضد لاريونونه کول او هغه به يې د هزاره ګانو قاتل ګاڼه، هماغه اتمر نن د هغوى سره ناست دى او له همدغه خلکو سره يې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره ګډ ټيم جوړ کړى دى او سهار او ماښام د دولت پر ضد څرګندونې کوي، ايا د اتمر په دې ملګرو کې دومره يو څوک نشته چې هغه لږ و ډېر عقل ولري او دې سړي ته مشوره ورکړي، چې دا ته څه کوې؟ په کومه لاره روان يې، سهار او ماښام په ځان عريضې کوي، خو فکر کوم نه به وي، که واى داسې بې حافظې کارونه به اتمر نه کول.

خو حنيف اتمر او د هغه ټول ټيم ته يوازې يوه مشوره ورکوم، چې هغوى دې فکر نه کوي چې اوس هغه پخوانى وخت دى، چې د نن خبرې به سبا له خلکو هېرې وې، اوس خو ټېکنالوژۍ دومره پرمختګ کړى دى، چې پنځه کاله مخکې خبره دې هم هماغه شان سره د تاريخونو او ثبوتونو سره پرته ده، نو که په خپله بې حافظې شوي ياست، هېڅ خبره نه ده، خو ولس بې حافظې مه ګڼئ، ولس مو هره کړنه څاري او که نور هېڅ نه شئ کولاى، نو يوازې د خپلې فېسبوکپاڼې تبصرې مو څارئ، کېداى شي حافظه مو ورسره قوي شي.

ليکوال : بريالى زمرى