fbpx

هېڅ کار مه کوئ، خو د مياشتې ٢٣٢٠ ډالر معاش واخلئ

که چېرته درته يو څوک داسې کار درکړي، چې درته ووايي هېڅ کار مه کوه، خو د مياشتې ښې ډېرې پېسې هم واخله او دا کار بيا د ټول عمر لپاره هم وي، نو ايا تن به ورته کېږدئ؟ هو؛ او څومره به خوشحاله شئ.

د نورو خلکو په څېر، تاسې به هم وغواړئ چې دغسې يو کار وکړئ، خو دا کار په رښتيا هم کېدونکى دى، د سويډن دولت دا کار کوي او په دې هڅه کې دي، چې د دې بې کاره کار لپاره يو کس وګوماري او د مياشتې ورته ٢٣٢٠ امريکايي ډالر ورکړي، چې شا و خا ١٧٤ زره افغانۍ کېږي.

خو د دې کار لپاره به ياد کس په ييتى بوري کې د جوړېدونکي اورګاډي تمځاى ته ځي. هلته به هره ورځ د فلورسنټ ګروپونه لګوي، چې له دې به خلکو ته معلومه شي، چې دغه بې کاره کس دا کار وکړ، له هغه وروسته ياد کس کولاى شي هر چرته چې يې زړه وي، لاړ دې شي، خو دا به هم کوي چې د کله د ګروپونو د بندولو وخت و، نو بېرته به يې بندوي.

د دغه ګروپونو د روښانولو او بېرته بندولو ترمنځ دغه کس ته هېڅ اړتيا نشته چې په همدغه ځاى کې دې پاتې شي، بلکې هر چرته چې يې زړه وي، تللى شي. دا کار د ټول ژوند لپاره دى او دغلته چې څوک هم مقرر شي، هېڅوک به يې د ژوند تر وروستۍ ورځې پورې له دغه کاره نه ليرې کوي او د دغه کار په بدل کې به ورته د مياشتې ٢٣٢٠ امريکايي ډالر يا ١٧٤ زره افغانۍ معاش ورکوي. همدا راز رخصتۍ، کلنۍ ډالۍ او نور ډېر شيان هم پکې شته.

ياده دې وي چې د ييتى بوري د اورګاډي تمځاى د ډيزاينولو لپاره ٧٥٠ زره امريکايي ډالر اعلان شوي ول، چې د سويډن دوه انجينيرانو وګټلو او هغوى دا ټولې پېسې د دغه کار لپاره وسپارلې، چې يوازې د دې ځاى د ګروپونو روښانول او بندول دي، نو دا پېسې د يو کس د ١٢٠ کلونو د معاش لپاره پوره دي.