fbpx

نيتن ياهو: اسراييل يوازې د يهوديانو لپاره دى

د اسراييل لومړى وزير نيتن ياهو وايي، چې اسراييل هېواد يوازې د يهوديانو لپاره دى او دلته د نورو خلکو لپاره ځاى نشته. هغه دا خبرې د خپل انسټاګرام په يو پوسټ کې کړي دي.

د يوې نړيوالې رسنۍ د راپور تر مخه، د اسراييل لومړي وزير په خپل انسټاګرام يو ځل بيا د نورو خلکو سره خپل تعصب ښکاره کړى دى او ليکلي يې دي، چې اسراييل هېواد د هر چا لپاره نه دى، دا يوازې د يهوديانو خاوره ده او په دې هېواد کې به يوازې يهوديان ژوند کوي.

ويل کېږي چې د اسراييل لومړي وزير نيتن ياهو باندې د فساد تورونه هم لګېدلي دي او کېداى شي هغه له دندې هم ګوښه شي يا هم ورته سزا ورکړل شوي، خو هغه په خپل هېواد کې د خپل عزت جوړولو لپاره اوس دا ډول بيانونه ورکوي.

همدا راز ويلى شي چې تېر کال لومړي وزير نيتن ياهو يو قرارداد هم منظور کړى و، چې د دغه قرارداد له مخې د اسراييل هېواد يوازې د يهوديانو لپاره دى او دلته فلسطينيانو د اوسېدو حق نه لري.

د دې قرارداد له منظورېدو وروسته عربي ژبه هم دولتي ژبه پاتې نه شوه او يوازې د يوې سيمه ييزې ژبې نوم ورته ورکړل شو او همدا راز عبرانۍ ژبې ته ډېره پاملرنه وشوه.

ياده دې وي چې په اسراييل کې د روان کال د اپريل په مياشت کې بيا ټاکنې ترسره کېږي، نو د همدې لپاره نيتن ياهو غواړي چې د يهوديانو زړونه خپل کړي او يو ځل بيا د لومړي وزير څوکۍ ترلاسه کړي، نو د همدې لپاره دا ډول خبرې کوي، چې يهوديان خوشحاله کړي، ځکه په دغه هېواد کې رايې د يهوديانو په لاس کې دي او هغوى چې هر څوک وغواړي، د هېواد د لومړي وزير تر څوکۍ يې رسولى شي.