fbpx

افغانستان کې د زرهاوو کورنیو ساتنه ښځې کوي

 

د جګړو اوږدېدل او هره ورځ د لسګونه افغانانو په بیلابیلو نومونو او  پیښو کې وژل ددې لامل شوي چې ډیری کورنۍ بې سرپرسته او د ساتنې لپاره يې ښځي لاس په کار کیږي.

ویل کیږي چې د داسې کورنیو شمېر مخ پر زیاتیدو دی چې پالنه یې ښځو ته ور له غاړي کیږي ځکه د لته لاهم جګړه روانه ده او ډیری شمېر افغاني کورنۍ ترې اغېز مني شوې.

د افغانستان د احصایې ملي اداره وایي، د شاوخوا ۴۵ زره کورنۍ یوازې ښځې لري چې د خپلو کوچنیانو ساتنه، پالنه او روزي ګټنه ورترغاړې ده دوی باید هڅه وکړي چې خپله کورنۍ په ښه توګه رهبري او وساتي ترڅو اولادونه يې ښه راتلوونکی ولري.

د دغو کورنیو یو شمېر سرپرستې کونډې دي او د ځینو نورو بیا نارینه د کار کولو توان نه لري. د کورنیو ښځینه روزي ګټونکې وايي، په افغان ټولنه کې د کار پیدا کول او د لګښتونو پوره کول خورا ستونزمن دي.

ځکه افغانستان یوه سنتي ټولنه ده او کچیري ښځه له کوره راوزي کار کوي نو په وړاندې يې ډیری ستونزي او خنډونه جوړیږي او دوی په اساني نشي کولای کورنۍ لپاره څه عاید ترلاسه کړي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي پر یوداسې طرحه کار کوي چې له مخې به يې میرمنو تهت د کار موندنې په برخه کې اسانتیاوي  رامنځ ته کوي او له دې لارې هغه میرمنې چې غواړي کار وکړي په اسانۍ کولای شي چې کار پیدا کړي.

شکریه چې  کابل کې اوسې د خپلې کورنۍ عاید له خیاطي په لاس راوړي، هغه وایي، د یوې کونډې په توګه له ډېرو ناخوالو سره لاس او ګرېوان وه، خو بیا یې هم خپل ماشومان د نورو محتاجۍ ته نه دي پرې ايښي.

د افغانستان په وروسته پاتي ټولنه او خراب اقتصاد کې ډیری نارینه وو ته د کار کولو زمینه نه ده مساعده شوې  هرکال یو زیات شمېر ځوانان هېواد څخه په غیري قانوني بهرنیو هېوادونو ته ځي چې ددې سفرونو عواقب بدې پایلي لري