fbpx

په غزني کې هوایې برید ۱۳ ملکي وګړي شهیدان کړي

د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د هوایي برید له امله ۱۳ ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د دې سیمې اوسېدونکو ویلي چې دا برید نن سهار شاوخوا اته بجې د لیوانو په کلي کې د ملکيانو پر ټونس موټر شوی دی چې پکې سپاره ټول ۱۳ کسان ځای پر ځای شهیدان شوي دي.

د معلوماتو له مخې ویل کېږي دا برید دوو چورلکو پر هغه موټر کړی دی چې د اخوندخیلو په نامه کلي نه غزني ښار ته پر لاره وه.

عیني شاهدانو ویلي چې شهیدان شوي کسان د بیلابیلو کلیو اوسېدونکي دي. د دوی په خبره په موټر کې سپاره کسان ټول غریبکاران وو چې په ښار کې یې بیلابیل کارونه لرل.

همدا رنګه څو ورځې وړاندې د په هېواد کې هوایې بریدونو په تړاو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اوسېدونکو ویلی و چې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې اووه ملکي وګړي دې ولایت کې هم شهیدان شوي دي.

همداراز دوه ورځې وړاندې  د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د شپنیو عملیاتو پر مهال هم ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې  چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکو د اعتراض په توګه د کابل- کندهار لویه لار هم تړلې  وه خو بیا هم دا ډول بریدونه روان دي.

د دې ډول پټو او شپنیو عملیاتو په تړاو ولسمشر غني هیڅ هم نه وایې خو ولس د دې ډول بریدون نور خلاصون غواړي.

بلخوا پخواني ولسمشر  حامد کرزي دوه ورځې وړاندې  د ننګرهار او لغمان ترڅنګ په میدان وردګ کې د نظامي عملیاتو او هوايي بمبارۍ په نتیجه کې پر ملکي تلفاتو خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه او له ګډو ځواکونو  یې غوښتي و چې ملکیانو ته دې پام وکړي.

د غزني نننۍ پېښې په تړاو تر اوسه امنیتي چارواکو څه نه دي ویلي خو ولس دعوه لري چې ټول ملکیان په شهادت رسېدلي  دي او ولس له حکومته  ژر تر ژره د  هوایې بریدونو د بندیدودو غوښتنه کړې ده.