fbpx

هلمند کې ټپي شوی خبریال په یوې ځانګړې الوتکه کې کابل ته ولېږدول شو

 د هلمند په ننۍ چاودنه کې ټپي شوى خبريال نثار احمد احمدي د لښکرګاه روغتون څخه د ښې درملنې په موخه په يوه خصوصي الوتکه کې کابل ته ولېږدل شو.

د خبریالانو له ډلې دا ځل په لښکرګاه کې مخکښ خبريال او تکړه ليکوال نثار احمد احمدي نن د وسله والو له لورې په نښه شوی و چې د چسپکي ماين چاودنې له امله نوموړی سخت ټپي شوی دی.

د معلوماتو له مخې ټپي شوي خبریال نثار احمد احمدي په سیمه ایزه کچه هلمند ولایت کې د یوې خصوصي رسنۍ سباون په نوم د راډیو  ټلویزیون سره د خبریال په حیث کار کاوه.

هغه  د پېښې وروسته نن له غرمې وړاندې د هلمند د لښکرګاه ایمرجنسي روغتون کې تر درملنې لاندې وو چې د لومړنۍ درملنې  وروسته د ښې درملنې په موخه کابل ته ولېږدول شو .

د هلمند ولایتي مسؤلینو د دې پیښي  پخلی کړی او وایې چې ښاغلی احمدي د ښې درملنې په موخه د دوی په غوښتنه کابل ته واستول شو. 

د معلوماتو له مخې د دې خبریال پر موټر چاودنه د چسپکي ماين له امله رامنځته شوې وه، ویل کېږي  مخکې له دې چې دی پوی شي موټر کې يې ماین ځای پرځای شوي او چاودنه يې کړې.

مدني فعالان او د ټولنیزو شبکو کارکوونکي بیا وایې په خبریالانو دا ډول بریدونه د بیان ازادۍ پر وړاندې جګړه ده  دوی دا ډول کړنې یو جنایت بولي.

ډيری خبریالان بیا وایې چې پر رسنيزو کارکوونکو او ليکوالانو بريد د بيان پر ازادۍ او د ټولنې پر ژبې بريد کول دي، او دښمن پدې سره وښوده چې په هيڅ بې رحمه کړنې او بې دفاع وګړو درېغ نه کوي.

بلخوا د هلمند والي ویلی ( زه دغه پيښه په کلکه غندم، ښاغلي احمدي ته د بېړنۍ روغتيا دعا کوم او امنيتي ادارو ته هدايت کوم چې پيښه هر اړخيزه وڅېړي.)

د چاودنې وروسته  په خبریال نثار احمد احمدي د چاودنې مسؤلیت تراوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.