fbpx

د پاسپورت اخیستو انلاین خدمتونه پرانستل شو

د پاسپورت انلاین سیستم د جوړیدو وروسته د کورنیو چارو وزارت له مخابراتو وزارت سره په ګډه د پاسپورت اخستو انلاین خدمتونه پرانستل.

د مخابراتو وزارت وايي د دغه سیستم سره به له یوه لوري د فساد مخه ونیول شي او تر څنګ به یې د پاسپورت اخستو چارې هم چټکې شي .

د دوی پر وینا د پاسپورت اخستو برخه کې که څه هم نسبت د فساد نیوکې کمې وې، خو کار کیږي چې دا پروسه ساده، اسانه او پرته له فساد ترسره شي.

دا مسولین وايي اوس ددې سیسټم له فعالېدو سره به د اوونیو کار څو ورځو ته رالنډ کړې شي.  کورنیو چارو وزارت بیا د پاسپورټ د انلاین سیستم پر لا ډېرې پیاوړتیا ټينګار لري او دا د فساد مخنیوي غوره لار ګڼي.

اړونده مسوولین وایې چې  له دې سره یو ځای د ترافیکي سیستم برښنایي کیدو کارونه هم اتیا سلنه بشپړ ېشوې او ډير ژر به یې ازمایښتي کارونه هم پیل شي.

 دواړه وزارتونه ډاډ ورکوي چې د ترافیکي سیستم بریښنايي کولو اتیا سلنه چارې پر مخ تللی او ډير ژر به یې امتحاني کارونه هم پیل شي.

مخابراتو وزارت هم خبر ورکړ چې دوی کار کوي ترڅو د بریښنايي پيژند پاڼو په ګډون دغه ټول سیستم به یو کړي او په اساني سره به د فساد په مخنیوي کې امنیتي ارګانونو ته هم د اسانتیاوو زمینه برابره کړي.

د یادونې وړده چې دا لومړی ځل دی په افغانستان کې د پاسپورت انلاین خدمتومه پرانستل کېږي ډیری خلک په اونیو اونیو د پاسپورټ د اخیستلو په انتظار وي خو مسوولین وایې چې له دې وروسته به کار نور هم اسانه شي.