fbpx

نوې درجه بندي؛ راشد خان په لومړي او حضرت الله ځاځى په ٦م مقام

د آى سي سي يا د کرکټ نړيوالې شورا له خوا د شل اوريزو لوبو نوې درجه بندي اعلان شوه، چې په توپ اچوونکو کې راشد خان خپل لومړى مقام ساتلى دى او په توپوهونکو کې بيا حضرت ځاځى شپږم مقام ته رسېدلى دى.

شل کلن حضرت الله ځاځى چې ټول ټال يې تراوسه پورې ٦ شل اوريزې نړيوالې لوبې ترسره کړي دي او ٣٧٨ منډې يې کړي دي، په يوه لوبه کې تر ټولو زياتې منډې يې بيا ١٦٢ ناسوځېدلې دي، چې په شل اوريزو نړيوالو لوبو کې دا دوهمې زياتې منډې دي. نوموړي د ٦ نړيوالو لوبو په ترسره کولو سره ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړې، چې د آى سي سي په نوې درجه بندۍ کې يې د توپوهونکو په ليسټ کې شپږم مقام خپل کړى دى.

د توپوهونکو په ليسټ کې لومړى مقام بيا د پاکستان بابر اعظم سره دى، همدا راز ورپسې کولن منرو، ګلين مکسويل، آرون پنچ او په پنځم مقام لوکېش راهول دي. همدا راز محمد شهزاد په ١٩م او محمد نبي په ٣٠م مقام په خپل ځاى ولاړ دي.

د توپوهونکو په برخه کې بيا راشد خان خپل لومړى مقام د تېر په څېر ساتلى دى، ورپسې د پاکستان شاداب خان، د انګلستان عادل رشيد، د پاکستان عماد وسيم، د هند کلديف يادو، د آسټراليا ايډم زمپا، د بنګله دېش شکېب الحسن، د نيوزيلانډ ايش سودي، د پاکستان فهيم اشرف او د انګلستان کرس جورډن دي.

د توپوهونکو په ليسټ کې محمد نبي بيا ١٥م مقام ته ښکته شوى دى، مجيب الرحمان بيا په ٤٠م مقام ولاړ دى او کريم جنت ٧٣م مقام کې دى.

د الراونډرانو په ليسټ کې بيا د آسټراليا ګلين ميکسويل خپل لومړى مقام ساتلى دى، ورپسې د بنګله دېش شکېب الحسن دى او د افغانستان له خوا بيا محمد نبي په خپل دريم مقام ولاړ دى.

سميع الله شينوارى بيا په ١١م مقام دى، راشد خان ښکته تلى او اوس په ٣٠م مقام ولاړ دى.

د شل اوريزو لوبډلو په برخه کې بيا پاکستانۍ لوبډله په لومړي مقام ده، ورپسې هند، آسټراليا، انګلستان، ساوت افريقا، نيوزيلانډ، ويسټ انډيز او د افغانستان لوبډله بيا په ٨م مقام ده. همدا راز تر افغانستان وروسته بيا سريلانکا، بنګله دېش، سکاټلېنډ، زمبابوې، نيدرلېنډز، نيپال، يو اې اي، هانک کانګ ايرلېنډ او د عمان لوبډلې دي.