1 جلال اباد که باړه ؟ | | Khabarial - Breaking News From Afghanistan
کور پاڼه / لیکنې / جلال اباد که باړه ؟

جلال اباد که باړه ؟

ناامنې به په ټول هیواد کې وي ، خو د ننګرهار ناامنې بیا اوس د جلال اباد تر ښار رارسیدلي ده ، په دغه ښار کې هيڅوک ځان محفوظ نه ګڼې خو بې کفایته مسولین چې والي يي محمد ګلاب منګل يي په سر کې راځي بیا هڅه کوي چې د ولایتي شورا د څو بې ضمیره وکیلانو پرمټ مرکزي چارواکو ته دا وښايي چې دغه ولایت کې خیروخیریت دي او هيڅ خبره نه شته خو اصل کې داسي نه ده .
لا هم ګڼې ولسوالۍ د پراخه ناامنیو شاهدي دي ، او په جلال اباد ښار کې خو هدفې وژنو لړۍ لا هم روانه ده، نن هم د دغه ښار په څلورمه ناحیه کې يو دوکاندار په ډک بازار کې هدف ګرځيدلي ويشتل شوي او قاتلین يي په تښته بریالي شوي دي .
والي ابله ورځ د ولایتي څو وکیلانو ته ویلي وه چې د ننګرهار د امنیت د بهتروالي په موخه رسنیو کې چغي ووهي خو خلک څه ړانده نه دي .
والي صیب ګلاب منګله
ته څه فکر کوي په جلال اباد ښار کې دي صرافان ، هټيوال او ګڼ خلک لوټ کیږي او ځاي خلک دي د هدفي وژنو په لړۍ کې خپل ژوند د لاسه ورکوي دا هر څه به د څو وکیلانو په چغو پټ کړي ، نه هيڅ کله نه .
نو له مرکزي حکومته مو هیله او غوښتنه دا ده چې نور دي ننګرهاریان د له دي بدبختیو وژغوري
والي صیب که هر څه کوي خیر هغه ملامت نه دي . ځکه هر څوک چې مسولیت ورته راجعي کیږي نو د تېښتي لار يي ضرور لټوي خو حیران دي ته يم چې وکیل صیبان تاسو به دي اوس ولس ته څه ځواب ولري .
د خداي خاطر وکړي تراوسه مو چې هر څه کړي خپلو جیبونو ته مو کړي په دا اخري کال خو لږ پر خپل بې وزله ولس رحم وکړي او د حق او رښتیا چغه پورته کړي .
کله د ښار په يوه څنډه کې کله بله څنډه کې خلک ویشتل کېږي او قاتلین يي په تېښته بریالي کيږي ، ایا د جلال اباد په دي ښار کې پولیس ونه وژل شو او وسلي يي وسله والو له ځانه سره وی نه وړلي .
په رڼا ورځ د ولایت مقام سره په څو مترۍ کې د شایق درمتلون وسله والو غلو لوټ کړ او پېسي له ځانه سر يوړي ، څه فکر کوي ولس له دي هر څه نه خبریږي .
ګڼې داسي نوري پېښي هم لرو چې د بیلګې په توګه يي وړاندي کړو ، بس د جلال اباد ښار نه دي سمه باړه تري جوړه ده ، خلک په کې وژل کیږي ، لوټ کيږي په رڼا ورځ کورونه وهل کیږي او خلک تښتول کیږي خو بیا هم ځينې بې وجدان چغي وهي چې هیڅ خبره نشته ، جناب منم تا او ستا کورنۍ ته به هیڅ خطر نه وي ځکه چې لس ، شل ټوپکماران لري ، په زري موټرو کې ګرځي ، او پېسو سرچینې خو دي هسي هم زیاتي دي د بیلابیلو لارو درته راځي خو ته د بې وزله ولس له حاله څه خبري يي
په اخر کې په ولسمشر مو غږ دا دي چې ولسمشره خیر دي د ننګرهاریانو په حال رحم وکړي او وړ او کار پوه خلک ورته راولیږه ترڅو يي امنیتي وضعیت ښه والي لورته ولاړ شي نه دا چې د ناامنۍ خواته
لیکوال : لمر ننګرهاري

Loading...

بیا وګوره

امریکې افغانستان کې لښکرمشر بدل کړ

د امریکې پوځ افغانستان کې خپل لښکر مشر بدل کړ. دغه جنرال له ځانګړو روزل …

پاکستان په افغان جګړه کې ښکیل دي او د پردې تر شاه د يوه اړخ په توګه فعالیت کوي

پاکستان په سیمه کې يوه له هغه خطرناکه هیوادونو څخه بلل کیږي چې ډيره تکیه …