fbpx

د ټاکنو کمېسیون د وخت مخکې به د نوماندانو د کمپاینونو مخه ونیسو

پر ټاکنو د څار بنسټونه د ولسمشرې ټاکنو د یو شمېر نوماندانو وروستي فعالیتونه ټاکنیز کمپاینونه ګڼي، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو سیالۍ رسماً نه دي پیل شوي خو ډېری نوماندان سر له اوسه د خپلو ټاکنیزو پروګرامونو د بیانولو هڅه کوي او له هرې لارې د دې مبارزې مخ ته وړل غواړي، پر ټاکنو څارونکي بنسټونه په دې برخه کې د ټاکنیزو کمېسیونو څخه د یادو نوماندانو پر وړاندې د قانوني چلند غوښتنه کوي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي هڅه کوي له وخت مخکې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د یو شمېر نوماندانو سر د کمپاینونو مخه ونیسي، یاد کمېسیون وایي د یو شمېر نوماندانو له لوري له وخت مخکې د ټاکنیزو سیالیو د مخنیوي لپاره د یوې تګلارې پر جوړولو هڅه کوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وایي کوم کړنلاره ورسره شتون نه لري خو بیا هم نوی مشرتابه هڅه کوي چې د کنټرول لپاره یوه کړنلاره پلان کړي.

پر ټاکنو د څار بنسټوده هم د هغو نوماندانو پر وړاندې د جدي او قانوني چلند غوښتنه کوي چې سر له اوسه د ټاکنیزو سیالیو د پیلولو هڅه یې کړې.

ویل کیږي چې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماانو ټاکنیزي سیالۍ به د راتلونکي (١٣٩٨) کال د غوایي په ٢٩مه نېټه پیل او شاوخوا دوه میاشتې به ادامه ولري.

ټاکل شوې چې ولسمشرۍ ټاکنې به د ولایتي شورا، ولسوالۍ شوراګانو او د غزني ولایت د ولسي جرګې له ټاکنو سره په ګډه د چنګاښ په نهه ویشتمه ترسره شي.

په ورته مهال بیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د نېټې د اعلان او په کې د بایومټرېک سېستم د کارونې پر څرنګوالي سره غږیدلي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي د کار په لومړۍ اوونۍ کې یې د ولسمشریزو، ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شورا ګانو د ټاکنو د مهالوېش لپاره کارونه پیل کړي دي.