fbpx

د سولې خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې خبرې بې پايلې پای ته رسېدلي دي. که څه هم دواړه لوري د مثبتو خبرو دعوه کوي خو وايي چې بری دا دی چې دواړه لوري له يو بل سره په بشپړه توګه اشنا شوي دي.

په قطر کې د طالبانو يوې سرچينې خبريال ډاټ کام ته وويل چې خبرې ورو وې، خو نتيجې ته نه دي رسېدلي. سرچينه وايي چې بيا هم د امريکايي ځواکونو د وتلو د پريکړې صلاحيت له ښاغلي زلمي خليلزاد سره نه و، نو مجبور و، چې د طالبانو وروستۍ غوښتنه له سپينې ماڼۍ سره شريکه کړي.

طالبان په کلکه پر دې خبره تم دي، چې اوربند به د نړۍ والو ځواکونو له وتلو وروسته له کوم بل حکومت سره کوي، د طالبانو په وينا چې له اوسني حکومت سره خبرو کولو ته تيار نه دي.

د طالبانو سرچينې وايي، چې که څه هم دا ځل خبرې د تېر ځل په څېر پر دوو مهمو موضوعاتو را څرخېدې، خو د امريکايي پلاوي له لوري بيا بيا له افغان حکومت سره د خبرو غوښتنه او د اوربند موضوع بيا بيا را سپړل شوې ده.

د طالبانو وياند وايي چې بله هيڅ موضوع د مذاکراتو اجنډا ته نه ده ور شامل شوې، خو په بيا بيا د بيلا بيلو موضوعاتو يادونه شوې ده.

د طالبانو سرچينو خبريال ډاټ کام ته وويل چې له پاکستان نه راغلی پلاوی به سبا ماښام بېرته پاکستان ته ستون شي، خو د خبريال ډاټ کام سرچينې د ملا برادر اخوند د ستنېدو يا پاتې کيدو په اړه څه ونه ويل.

دواړو لورو امريکا او طالبانو دا ځل خپلې غوښتنې په ليکلې بڼه يو بل ته ورکړي دي. د امريکايي لوري په غوښتنو کې اوربند او له افغان حکومت سره خبرې لومړيتوب لري.