fbpx

فرا د ټولګټو ریاست سرپرست وژل شوی

 

له نا امنه فرا ولایت څخه بیلابیل د نا امنۍ راپورونه ورکول کیږي ددې ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د فرا ولایت د ټولګټوچارو سرپرست رئیس نن سهار د نامالومو وسلوالو له لوري په نښه شوی او وژل شوی دی.

په دې وروستیو کې په ګوته شوي چې فرا ولایت د داسې پیښو شاهده وه په ورته بریدونو کې یوازي د دوو اونیو په ترڅ کې برید کوونکي توانیدلي چې څلور کسان په نښه او له منځه یو سي.

نن سهار ناپېژانده وسلوالو انجنیر سلیم فراهي په نښه کړی او وژلی دی نوموړی له خپل کوره د دفتر په لوري روان وو چې داسې پیښي يې ژوند واخیست.

ښاغلي سلیم د فرا ولایت د ټولګټو چارو ریاست د تیرو پنځو کلونو راپدېخوا د کارکوونکي په توګه کار کاوه او دوه میاشتي کېدې چې ددې ریاست ټولې چارې ورله غاړې وې او د سرپرستۍ چارې يې مخ ته وړلې.

د فرا ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب د پیښي پخلی کوي او وايي چې په دې کس برید کوونکي له سیمې څخه تللي خو د پولیسو تعقیبي هڅې روانې دي ترڅو عاملین يې ونیسي.

پر سلیم فراهي د برید پړه تراوسه کومې ډلې پرغاړه نه ده اخیستې

ولې د فرا ولایت کې د چریکو پیښو ګراف لوړ شوی د روانې مارچ میاشتي پر اومه نېټه هم د خپل ډول ورته پیښه فرا ولایت کې رامنځ ته شوې  وه د فرا ولایت ټرانسپورټ ریاست دوه کار کوونکي د ناپيژانده وسله والو له لوري په ډزو ووژل شوي ول پردې کسانو دا پیښه ددې ښار د قعله زمان خان په سیمه کې رامنځ ته شوې وه چې  هغه مهال هم برید کوونکی په تیښته بریالي شوي وو.

تراوسه پوري د فرا  امنیتي چارواکو دداسې پیښو د مخنیوي  لپاره د چمتوالي او  اقدام خبره نه ده کړې خو خلک غوښتنه لري چې امنیت ښه شي