fbpx

ولسمشر: د سرچینو او وړتیا سره بیا هم ادارو کې  ستونزې دي

 

دا څرګندونې افغان ولسمشر همدا شېبه د عبدالعلي مزاري د ۲۴ تلین لمانځغونډه کې وکړې افغان ولسمشر وویل ډيری کارونه  او پروژې دي چې باید په چټکۍ سره ترسره شي خو په ادارو کې ستونزې يې مخه نیسي.

هغه ومنله چې په ډیری دولتي ادارو  کې ټولو امکاناتو  ته د لاس رسي سره سره ستونزې موجودي دي اما چارې يې ټکنۍ دي غني ددې مراسمو په ترڅ کې وویل سوله د افغانانو ملکیت دی او دا پروسه به د خلکو د غوښتنو سره سمه راځي.

زه هماغه وخت دې نتیجې ته ورسېدم چې په ځینو مواردو کې سوله د څو ورځو لپاره وي او په ځینو نورو مواردو کې د همیشه لپاره. موږ سوله غواړو او دایمي سوله غواړو.

افغان ولسمشر وویل ځوان نسل ډېر تغیر کړی چې ښوونیز او فرهنګي مرکزونه يې تر ټولو ښه بېلګه ده زه په لوستې او مبتکره ځوانانو ویاړ او افتخار کوم دا د هېوادراتلوونکي دي.

هغه د عبدالعلي مزاري په هکله وویل دا یو  داسې شخص وو چې غوښتل يې د ټاکنو  له لارې یو منځلاری دولت جوړ او د افغانستان ټول قومونه پکښي برخه واخلي او زه هغه څوک چې د شهید عبدالعلي مزاري قدر کوي باید ګوته يې په رنګ رنګېدلې او رایه يې ورکړې وي.

ولسمشر د خپلو خبرو په دوام وویل موږ لویه مشورتي جرګه په لار کې لرو او ددې جرګې موخې او اهداف روښانه دي، د سولې خبرو اترو تعریف لپاره شرایط او کړنلارو باندې بحث کیږی.

افغان ولسمشر د یوه فرمان په ترڅ کې د ثور ۹ نېټه د لویي مشورتي جرګې د جوړیدو نېټه اعلان کړه چې له مخې به يې د ټولنې د ټولو قشرونو استازو په ګډون دغه لویه جرګه جوړیږي، ترڅو د افغان سولې او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو په هکله پکښي بحث وشي.