fbpx

بادغیس او ارزګان کې کروندګرو ته باغونه جوړیږي

 

د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې د باغدارۍ او مالدارۍ د ملي  پروژو له لارې به په دې باغونو کې میوه لرونکی ونې کښېنول شي چې د بدیل معایشت په برخه کې کروندګرو ته ښه تمامیدایشي

د افغان د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي د بادغیس ولایت اقتصاد تر ډېره بریده پر کرنه ولاړ دی ځکه نو دوی په دې اقدام سره غواړي چې د کروندګرو اقتصاد لوړ کړي.

نوموړي وویل چې د باغدارۍ او مالدارۍ د ملي پروژې په مرسته به په دغو باغونو کې مېوه لرونکې ونې وکرل شي او له دې وړاندې بڼوالو ته په دې هدف مېوه لرونکي نیالګي هم وېشل شوي دي.

په ورته وخت کې د ارزګان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست له‌خوا د بدیل معیشت پروګرام د پلان پر بنسټ په‌دغه ولایت کې د پستې او بادامو د ۳۶۷ جریبه نوي باغونو د جوړولو لړۍ رسماً پیل شوې ترڅو کروندګر دپستې د نوې بوټي ګټه وټه د بادامو سره یوځا وویني.

د ارزګان د کرنې رئیس احمدشاه خیري ویلي وو چې  د بدیل معیشت پروګرام له لارې د مرکز ارزګان او چورې ولسوالۍ د ۳۶۷ جریبه ځمکه د بادامو او پستو په بوټو پوښتل کیږي

د افغانستان پسته او بادام په نړیواله کچه مشهوره دي او په نړۍ واله کچه ښه بازار هم لري

د کرنې وزارت وايي غواړي د کرنیزې پراختیا له لاري د افغانانو ژوند ته بدلون ورکړي دوی وايي د نورو چارو سره سره يې د کرنیزو چارو د اسانتیاوو په برابرولو کې  د ښځو اقتصادي ته هم پاملرنه کړې

دوی خوښي وښوده چې د روان لمریز کال په ترڅ کې یې د هېواد بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې کروندګرو او بڼوالو ښځو ته شنې خونې، د شاتو د مچیو فارمونه، کورنۍ باغچې، د چرګانو فارمونه او د سبزیو او مېوو د پروسس مرکزونه جوړ کړي چې په‌دې برخه کې ښځې ښې لاسته راوړنې هم لري.