fbpx

حنیف اتمر: حکومت دې د ملکي وګړو د شهادت لامل مالوم کړي

د محمد حنیف اتمر له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په دې وروستیو څو ورځو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله خورا دردونکې ده او باید ژر تر ژره یې لامل مالوم شي.

د اتمر له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې وړاندې راغلي چې د غزني اندړو ولسوالۍ، د ننګرهار په حصارک، په وردګو او لغمان ولایت کې د ګډو هوایې ځواکونو په هوایې بریدونو کې په لسګونه بې ګناه ملکي وګړي په شهادت رسېدلي دي دی وایې که ملکي تلفات له هر لوري وي،  مونږ یې په سخته  غندو.

په خبر پاڼه کې وړاندې راځي ولس د ملکي وګړو پر وژنه او پرته له دقیقو معلوماتو د نظامي عملیاتو د ترسره کولو له امله ناراضه شوی دی دوی وایې چې دا ډول حالت د حکومت او خلکو ترمنځ اړیکي خرابوي، لېرې واټن رامنځته کوي او همداراز د بې باورۍ فضا پراخوي.

حنیف اتمر وړاندې ویلي چې موږ د ترهګرو خلاف د افغان ځواکونو ميړانې او سرښيندنې ستايو، خو له حکومته او په افغانستان کې له میشتو ټولو بهرنیو ځواکونو څخه غوښتنه کوو، چې د ملکي وګړو ژوند او مال ته دې جدي پاملرنه وکړي.

دوی وایې دا ډول پیښې په هېواد کې د دایمې سولې د ټینګښت له پاره د ولس راټوکیدلې هیلې او روحیه له منځه وړي او د بې ثباتۍ د زیاتیدو باعث کیدلی شي  او له حکومته یې غوښتي  چې د دې پیښو د څیړونو له پاره د حقیقت موندنې کمیټه و ګماري او د ملکي وګړو د شهادت لامل مالوم کړي.

حنیف اتمر دا څرګندونې وروسته له هغې په جدي توګه کوي کله چې په میدان وردګو ، او غزني ولایت کې ملکي وګړو لاریونونه وکړل او له حکومته یې وغوښت چې نور دې پر ملکي وګړو  د شپنیو عملیاتو مخه ونیول شي.