fbpx

ولسمشر غني: د ملکي وګړو مرګ ژوبله راته د منلو وړ نه ده

وروسته له هغې چې په پکتیکا، غزني، میدان وردګ، او ننګرهار ولایتونو کې د شپنیو عملیاتو له امله په لسګونه تنه  بې ګناه ملکي وګړي په شهادت ورسېد نن ولسمشر غني د لومړي ځل لپاره د ملکي وګړو غږ واورید او د امنیتي ځواکونو یې په کلکه وغوښت چې د ملکي وګړو ژوند ته په کتو دې له هدفه تېر شي.

د معلوماتو له مخې په غزني کې  پرون  سهار شاوخوا اته بجې د لیوانو په کلي کې د ملکيانو پر ټونس موټر هوایې برید  شوی دی چې پکې سپاره ټول ۱۳ کسان ځای پر ځای شهیدان شوي دي.

همدا رنګه څو ورځې وړاندې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اوسېدونکو ویلی و چې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې اووه ملکي وګړي دې ولایت کې هم شهیدان شوي دي.

ولسمشر غني پر ملکیانو  د همدغې بریدونو وروسته په ارګ کې د مزاري تلین په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې نن د خبرو پر مهال لومړي ځل لپاره په جديت وویل، د حکومت مشرتابه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ټول راپورونه جدي نیولي او څېړل شوي دي.
 
ولسمشر غني وایي د ملي یووالي حکومت ته د ملکي وګړو مرګ ژوبله د منلو وړ نه ده او هڅه شوې چې د ملکي تلفاتو مخنیوی وشي.  دده په خبره له امنیتي ادارو به دا پوښتنه وکړي، چې د تېرو پېښو په اړه یې څه څېړنې کړې دي او د راتلونکې لپاره څه پلانونه لري

ولسمشر غني داهم ویلي چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ورته د منلو وړ نه ده او امنیتي ادارې اړ دي چې خپل اهداف دقیق په نښه کړي او که ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي نو له خپلې موخې دې تېرېږي

د ده په وینا له امنیتي ځواکونو سره به نن غونډه ولري او یو ځل بیا به پرې ټینګار وکړي، چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ورته د منلوړ وړ نه ده

ولسمشر همدا راز له ولس وغوښتل چې له حکومت سره د امنیت په تامین او سولې په راوستو کې همکاري وکړي. دده په خبره افغانان له جګړو ستړي شوي دي او دا هڅه روانه ده چې د یوه پرمختللي افغانستان لپاره ټول لاس په لاس مخ ته لاړ شي.