fbpx

زابل کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه پروژې پيل شوې

 

د زابل ولایتي چارواکو نن د دوه بیلو پروژو پيل وکړ، چې یويې د نجونو لپاره د یوبابا ښونځۍ ودانۍ او بله يې د برېښنا برخه کې پروژه ده چې د دواړو کاري چاري پیل شوې.

د زابل والي رحمت الله یارمل وویل یو باب ښوونځۍ چې د نسوانو سینګ په نوم یادیږي د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کال په موده کې  جوړیږي نن يې چاري پیل شوې چې تردې وړاندې ددې سیمې نجوني په کرایه کور کې ترشنه اسمان لاندې زده کړې کولې.

د یارمل په خبره چې دا ښوونځی په یوه وخت د ۹۸۰ زده کوونکو ته د ښه زده کړې زمینه برابروي په دوه پوړه کې جوړیږي چې د څښاک اوبه او یولړ نوري اړیني برخې به ولري.

همداشان یارمل وايي چې د مرکز کلات خرواریانو د سیمې یو کلي کې يې د دریو میلیونه افغانیو په ارزښت د ډیزلي برېښنا شټیشن پروژه پیل کړه چې له امله به يې  ۱۶۰ کورنۍ د برېښنا په رڼا روښانه شي.

د کلات د برېښنا امریت چارواکي وایي چې دوی کوښښ کوي ترڅو دخلکو د غوښتنې په پام کې نیولو سره برېښنا توزیع کړي او وايي چې ددې پروژې مالي لګښت هم ددوی له عایدو ورکول کیږي.

د سینک کلي یو تن اوسیدونکی وايي تردې وړاندې يې لورګاني ډیري لیري یوې ښوونځۍ ته تللې او له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، خو ددې ښوونځۍ په جوړیدو به يې لورګاني وکړای شي د کور ترڅنګ په ښه محفوظ چاپیریال کې زده کړې وکړي.

د زابل ولایت دپوهنې ریاست چارواکي وايي چې سږ کال زابل کې ۳۹ بابه ښوونځۍ جوړیږي چې د ډیری شمېر کار يې لا له وړاندې پیل شوی دی.

په رغنیزه برخه کې د تیرو ۱۸ کلونو راپدېخوا زابل ډېر وروسته پاتي ولایت دی چې اوس دلته د یوې کوچنۍ پروژې پيل هم خلک په نېک پال نیسي.