fbpx

غني آذربایجان ته ولاړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د باکو په نړیواله مجمع کې د ګډون په تکل آذربایجان ته ولاړ.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي ولسمشر غني نن چهارشنبه (کب٢٢مه) د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په ملتیا د آذدربایجان پلازمېنې باکو ته ولاړ.

تمه د باکو په نړیواله مجمع کې به د ولسمشر غني سربېره د ناټو ځیني مشران هم ګډون وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راځي چې ولسمشر غني به د باکو په نړیواله مجمع کې د ګډون ترڅنګ بیا د آذربایجان د حکومتي چارواکو سره سره په بېلابېلو موضوعاتو د خبرو ترڅنګ له دې هېواد سره ځینې هوکړې هم لاسلیک کړي، د یادې خبر پاڼې پر حواله د آذربایجان حکومت د مشرانو له خوا به ولسمشر غني ته د نظامي ګنجوي نړیواله جایزه هم ورکړل شي.

ولسمشر غني به د دې سفر په ترڅ کې د آذربایجان له ولسمشر الهام علي اوف سره هم وویني او دواړه لوري به پر سیمه اییزه همکارۍ او د اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا بحث وکړي.

ټاکل شوې د باکو اوومه درې ورځینۍ نړیواله مجمع به د پنجشنبې په ورځ د آذربایجان په پلازمېنه باکو کې پیل شي،.

په نړیواله مجمع چې په کې به د اوویا هېوادونو شاوخوا ٤٥٠ مېلمانه ګډون ولري چې د نظامي ګنجوي د نړیوال مرکز په نوښت جوړیږي.

د باکو په دې نړیوالې مجمع کې د ناستو پر مهال به پر ساینسي، کلتوري او پرمختیایي پروګرامونو پر وړاندې د پرتو خنډونو او ګواښونو اړوند مسایلو بحث وشي.

د باکو نړیواله مجمع د ”د نوې بهرنۍ پالېسۍ“ تر عنوان لاندې جوړیږي.