fbpx

افغان ولس په پراخه کچه د مهسا د وژونکو غرغره غوښتې

افغان ولس په پراخه کچه د یوې ماشومي نجلۍ د تښتونکو غرغره غوښتي.

د مهسا په نامه یوه ۶ کلنه نجلۍ څلور ورځي مخکې د کابل له خیرخاني سیمي وتښتول شوه او وروسته یې مړی له یوې کندې وموندل شو.

په ټولنیزو رسنیو کې د دغې ماشومي نجلۍ وژني سخت غبرګونونه را پارولي.

مطلق اکثریت افغانانو له حکومته غوښتي چې د دغه اختطاف او وروسته قتل تر سره کونکي باید په عام محضر کې اعدام کړای شي.

د ټولنیزو رسنیو ( فیس بوک، ټویټر، انستاګرام) کارونکو د ملک دننه او بهر پر حکومت غږ کړی چې په دې برخه کې باید هیڅ راز معامله او زغم و نه کارول شي او یوازينۍ لار چې دوي ته سکون ورکولای شي د مهسا د نیول شویو قاتلینو اعدام دی.

افغان ولسمشر هم دغې وژني سخت متاثر کړی او له عدلي ارګانونو یې غوښتي چې دا مسله ژر تر ژره وڅيړي او عاملینو ته یي جزا ورکړي.

د ولسمشر نږدې همکار امرالله صالح په خپل ټویټر پاڼه کې د دغې پیښو د مخنیوي لپاره یوازينۍ لاره اعدام ښولي.

صالح ویلي چې یوازي اعدامونه کولای شي د دغه غمیزي له تکرار څخه مخنیوی وکړي.

د مهسا پلار د کابل د پیسو د راکړي ورکړي په بازار ( سرای شهزاده) کې کار کاوه چې ترینه تښتونکو د هغې د خلاصون په بدل کې لومړی د ۳۵۰ او وروسته د ۱۰۰ زرو امریکايي ډالرو غوښتنه کړي وه چې کورنۍ یې نه وه منلي.

دا پیښه په تیرو څو میاشتو کې د خپل ډول تر ټولو بوګنونکي او پارونکي ثبت شوي ده .

میرویس جلالزی