fbpx

عطا محمد نور : د ولسمشر غني پرېکړه نه منم

د بلخ ګوښه شوی والي او  د ولسمشر غني سر سخت مخالف عطا محمد نور نن د مرکزي حکومت سره د نویو جنجالونو له امله د مزار په ولسونو دوکانونه،  دولتي ادارې ، او ډیری نور مهم ځایونه بند کړي دي.

د معلوماتو له مخې د بلخ د ګوښه شوي امنیه قوماندان جنرال اکرم سامع پر ځای ولسمشر غني د هغه نوی ځای ناستی عبدالرقیب مبارز، ټاکلی دی چې دې پرېکړې عطا محمد نور غوسه کړی او له حکومت سره یې د هر ډول زور خبر ورکړی دی نوی امنیه قومندان نن دې ولایت ته رسېدلی دی چې د اعطا محمد نور پولیس یې د هوایې ډګر څخه د وتلو مخه نیسي.

تر دې تاوتریخوالي وړاندې تېره ورځ د بلخ پخواني والي او د جمعیت ګوند اجراییه رییس عطا محمد نور، د چهارشنبې په ماښام ناوخته پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي وو چې د مزارشریف ښار اوسیدونکې دي د پنجشنبې په ورځ خپلو دندو ته نه حاضریږي.

خو نن هم  د مزار ګڼ شمېر ولسونه خپلو کاري دفترونو کاری ځایونو ته نه دي ستانه شوي خو ویل کېږي چې ځایې اوسېدونکي د عطا محمد نور له ویرې خپلو ځایونو ته نه دي ستانه شوي.

عطا نور ادعا کوي او وایې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره په مخکنیو مذاکراتو کې د بلخ د امنیتې قوماندان پر سر توافق ته رسیدلی وو، خو ارګ بیا له دې توافق څخه سرغړونه کوي او نوی کس یې معرفی کړی دی .

د عطا محمد نور پر فیسبوک لیکل شوي دي ارګ له هغه تفاهم څخه چې د هغوی او بلخ تر منځ رامنځ ته شوی وو سرغړونه کوي او زموږ د خلکو پر ضد شومې برنامې عملي کوي.

د چهارشنبې په ورځ هم عطا محمد نور یوې غونډې ته په وینا کې د افغانستان پر مرکزې حکومت سختې نیوکې کړې وې. او د ولسمشر غني واک یې ښودلی و چې په دې وروستیو کې د ده سیمې په تړاو غیرې مسوولانه کړنې اړ چلند کوي.

عطا داهم ویلي وو: «۸۸۸ قطعه د دې پر ځای چې ولسوالیو ته ولاړه شي او جګړه وکړي د خلکو کورونه تلاشي کوي پرته له دې چې د څارنوالي او محکمې اجازه او حکم ولري.»

هغه په وروستیو کې ویلی و چې د افغان حکومت په خلاف وویل «موږ ستاسو دغه بدلونونه نه منو. آن که په پایله کې یې کړکیچ او جګړه هم رامنځ ته شي.