fbpx

د عطا نور د ملېشو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته پيل شوه

 بلخ کې د نوي امنيه قومندان د ټاکلو پر سر د عطا محمد نور او حکومتي پلاوي تر منځ خبرې بې پايلې شوې او د بلخ امنيه قومندانۍ سره نږدې همدا اوس د ډزو غږونه هم اوريدل کيږي.

د خبر  له مخې  د بلخ امنيه قوماندانۍ سره د ډزو ځای ځای غږونه اوريدل کيږي چې د معلوماتو له مخې امنيه قوماندانۍ سره وصل جادې د ځانګړو پوليسو له لوري تړل شوې. سرچينو رسنيو ته ويلي چې ډزو اوس شدت پيدا کړی او درنې وسلې هم کارول کيږي.

بلخوا د بلخ د ولايتي شورا رييس د حکومت پر مشرانو غږ کړی ،چې په بيړنی توګه لاس په کار شي او بلخ کې د عطامحمد نور د مليشو او حکومتي ځواکونو تر منځ تازه پيل شوې جګړه ودروي،د ولايتي شورا رييس وايي که د حکومتي مشران غفلت وکړي ددغه جګړې عواقب به خطرناک وي.

همداراز عطامحمد نور په بلخ کې تازه پيل شوې جګړه تاييد کړه او وايي له ځان او بلخ په ټول قوت دفاع کوي، په بلخ کې سيمه اييز خبريالان وايي چې د ښار په بيلابيلو برخو کې د ډزو غږونه  اوس هم  اوريدل کيږي.

ویل کېږي دا کړکیچ وروسته له هغې رامنځته شو کله  چې د بلخ د ګوښه شوي امنیه قوماندان جنرال اکرم سامع پر ځای ولسمشر غني د هغه نوی ځای ناستی عبدالرقیب مبارز، وټاکه چې دې پرېکړې عطا محمد نور غوسه کړی او له حکومت سره یې د هر ډول زور خبر ورکړی دی وایې دا پرېکړه ورته د منلو وړ نه ده.

د ګواښونو سره سره د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال خوشال سادات هم خبر ورکړی و چې د بلخ د پولیسو نوی قومندان جنرال عبدالرقیب مبارز د ځانګړو ځواکونو په ملتیا مزاري شریف ته رسېدلی دی او په دې برخه کې به د ولسمشر امر ‘بې له کوم ځنډه’ پلی کیږي .خو اوس د عطا له ځانګړو ملیشو سره امنیتي ځواکونه په جګړه دي.

ویل کېږی عطا محمد نور د نوي امنیه قومندان د رارسېدلو سره سم له حکومتی پلاوي سره خبرې کړې وې  او  دی  وایې په هېڅ ډول دا پرېکړه نه مني او هر ډول کړکیچ ته چمتو دی .