fbpx

د عطا نور ملېشو او امنيتي ځواکونو جګړې زور اخيستى \ ويډيو

همدا شېبه په بلخ کې د ارزو په نوم یو خصوصي ټلویزیون چې د امنیې قومندانۍ د پېښې ترڅنګ موقعیت لري په ژوندۍ بڼه د عطا محمد نور ملیشو او امنیتي ځواکونو جګړه خپروي جګړې نور زور هم اخیستی.

بلخ کې د نوي امنيه قومندان د ټاکلو پر سر د عطا محمد نور او حکومتي پلاوي تر منځ خبرې بې پايلې شوې او د بلخ امنيه قومندانۍ سره نږدې همدا اوس د حکومت او د اعطا د ملیشو ترمنځ جکړه روانه ده.

د معلومانو له مخې، د عطا محمد نور غیر مسول وسله وال چې په سپکو او درندو وسلو سمبال دي امنیه قوماندانۍ ته څيرمه یې بریدونه پیل کړي دي او لاهم دوام لري پر ژوندۍ ویډیو کې ښکاري په دې سیمه کې دوکانونه او دولتی ادارې سړکونه بند دي صرف د ډزو عږونه اورېدل کېږي.

د ارزو په نوم د ټلویزیون خبریال چې د تلویزیون د ودانۍ په سر ولاړ دی او د جګړې په تړاو معلومات ورکوي وایي چې د سپکو او درنو وسلو سربېره دواړه لورې پر یو بل راکیټونه هم ګوزاروي.

دی وایي د عطا محمد نور ملیشه ځواکونه د قومندانۍ چار چاپېره تاو دي او د حکومت پر ضد په جګړه بوخت دي. په ویډیو کې د درنو او سپکو وسلو د کارولو ترڅنګ ښکاري چې ډله ډله ملیشه د اعطا پلویان هم سړکونو ته راوتلي او د امنیتي ځواکونو پر ضد په جګړه بوخت دي.

همداراز عطامحمد نور په بلخ کې تازه پيل شوې جګړه تاييد کړې او وايي له ځان او بلخ په ټول قوت دفاع کوي، په بلخ کې سيمه اييز خبريالان بیا وايي چې  ممکن جګړه نور هم زور واخلي.

بلخوا د بلخ د ولايتي شورا رييس د حکومت پر مشرانو غږ کړی، چې په بيړنۍ توګه لاس په کار شي او بلخ کې د عطا محمد نور د مليشو او حکومتي ځواکونو تر منځ تازه پيل شوې جګړه ودروي، د ولايتي شورا رييس وايي که د حکومتي مشران غفلت وکړي د دغه جګړې عواقب به خطرناک وي.