fbpx

آیا د جګړو سوداګر د وسلو بازار تړي؟

د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې د ټینګښت خبرې کوي. خلیلزاد په خپل ټویټ کې لیکلي: د سولې خبرو ته شرایط په برابرېدو دي، ټولې خواوې سوله غواړي، په څلورو برخو کې به هوکړې وشي، یو شرط له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دي. سیاسیون، رسنۍ او عام وګړي د طالبانو او امریکې تر منځ د خبرو د جزییاتو  له پټېدو اندېښمن دي. دا دوه اونۍ افغانان په ډېرې بې صبرۍ د دې خبرو پایلو ته په تمه ول.  خو پایلو ته له رسېدو وړاندې اکثراً معلومات سانسور او پټ ساتل کیږي همدومره بس دی؛  تر پرونه د افغانستان نوم له جګړو سره اخېستل کېده خو اوس د سولې خبرې کیږي، هیلې او امیدونه پیدا شوي، له دې ټولو هیله مندیو سره، سره پوښتنه پیدا کيږي چې؛ آیا د جګړې دا تود بازار په سړېدو دی؟

مونږ  په دې پوهیږو چې د افغانستان جګړه یوازې د افغانستان له سیاسي حالت او کورني کړکېچ سره اړه نه لري، په دې پوهیږو چې ترهګري او د جګړې دوام یوه ستره سوداګري ده،  په جګړو کې د ډېرو هیوادونو ډیرې موخې نغښتې وي، دا هیوادونه د ګډوډۍ، وژنو او جګړو له لارې هر ډول حالت رامنځته کولای شي او خپله مشري، کنټرول او موخې له همدې لارې ترلاسه کوي. که داسې نه وای امریکا به ولې له طالبانو سره خبرې کولې؟ دا چې امریکا اوس ولې له افغانستانه د خپلو سرتېرو د وېستلو هوډ کړی، ټول ښه پوهیږو تبصرې ته اړتیا نشته، که امریکا په رښتیا هم د سولې لپاره  دا کار کاوه؛ نو ۱۷ کاله وړاندې به یې کړی وای! پرون یې د طالبانو غوښتنې نه منلې او نن د طالبانو پروني شرطونه مني!  زما په نظر تر سولې ډېره، خبره د امتیاز، اتلولۍ، مشرۍ او کنټرول ده.

په امریکا کې د ۹/۱۱ له پېښې وروسته دغه هیواد په ډیره منډه افغانستان ته راغی او په چټکۍ سره یې هاغه خطرناکه ډله چې د امریکا په زړه کې بې ساري خونړي بریدونه وکړل تیت او پرکه کړه، مشران او طراحان یې ونیول او ووژل او د کلونو پیاوړې ترهګریزه ډله په یو څو ورځو کې ورکه شوه، که څه هم د سپټمبر د یوولسمې پېښې عاملین په امریکا کې اوسیدل، همالته یې زده کړې کړې وې او له هماغه ځای یې خپل پلانونه عملي کړل؛ خو امریکا افغانستان ته مخه کړه.

له بهرنیو وسلو او مهماتو سره جنګېدوونکي طالبان اوسمهال له امریکې سره د سولې خبرې کوي، او امریکا یې د افغانستان سولې لپاره شرطونه مني. دا ځکه چې امریکا خپلو سرتېرو وېستلو ته یوه پلمه لټوي. په دې توګه به امریکا د سولې او پخلاینې اتله شي او خپل سرتيري به هم وباسي. تاسې په جریان کې یئ چې د سولې خبرو د افغانستان په امنیتي حالت چندانې اغیز نه دی کړی، له امنیتي ځواکونو سره مخامخ جګړې، بریدونه چاودنې او وژنې په شدت دوام لري. زه پوهیږم چې پوځي چارې له ناستو نه اغیزمنې کیږي او تر هغه چې اوربند اعلان نه شي، جګړه دوام کوي، خو زما خبره بل ځای ده، پام مو شوی په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ډېرو چاودنو او بریدونو مسؤلیت داعش په غاړه اخلي! داسې حالت رامنځته شوى کله چې یوه امنیتي پېښه وشي د پخوا په څېر یوازې د طالبانو نوم نه اخیستل کیږي! د طالبانو نوم سره، دستي د داعش او ځینو نورو ترهګریزو ډلو نومونه ذهن ته راشي.

ښکاره ده؛ لکه څنګه چې د القاعدې له لمنځه تلو سره ترهګري لا هم دوام لري، په افغانستان کې به له سولې او رسمي هوکړو وروسته بشپړ امنيت رانشي؛ د داعش، ماعش په نومونو ډلې به تر هغې جګړې کوي څو چې بله ډله یې ځای ناستى کړي، د ختیځ او لوېدیځ د وسلو بازار به همداسې تود وي او د جګړو سوداګري به هم دوام ولري. د وسلو، کنټرول او جګړو پتې معلومې دي، د خپلو ګټو لپاره جګړې رامنځته کوي او د نوي پیل لپاره پخوانۍ ډلې له صحنې لرې او نوي لوبغاړي مېدان ته کوي، له ډېره بده مرغه دا سلسله به دوام ولري.

خو له دې ټولو اندېښنو سربېره مونږ د سولې ټینګښت ته هیله من او خوشبینه یو.

ليکواله : نویده خوشبو