fbpx

تر لنډو نښتو وروسته د بلخ نوي امنیه قوماندان کار پیل کړ

د بلخ لپار نوي ورپېژندل شوي امنیه قوماندان نن د پنجشنبې(کب ٢٤) ماښام د بلخ له پخواني امنیې قوماندان اکرم سامع د پلویانو او پولیسو ترمنځ له لنډې نښتې وروسته چې په کې ١٣ تنو ته مرګ ژوبله واوښته ماښام ناوخته خپل کار رسماً پیل کړ.

د بلخ پخواني امنیې قوماندان او پخواني والي عطامحمد نور د نوي امنیې قوماندان عبدالرقیب مبارز له ټاکلو ناخوښ وو.

د بلخ لپاره نوي ورپېژندل شوي والي عبدالرقیب مبارز ویلي :

بلخ ته د خلکو د امنیت او ساتنې د ښه والي په موخه راغلی او هر څوک چې د نظام او مرکزي حکومت سره مخالفت ښیي په کلکه به یې مخه نیسي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دبلخ پخوانی امنیه قوماندان یې په خپلو چارو کې د پاتې راتلو له امله له دندې ګوښه کړی.

د بلخ لپاره نوی امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له خوا پرون چهارشنبه(کب ٢٣مه) ورپېژندل شوی او مزار ته تللی وو، خو د حکومتي چارواکو په خبره د یو شمېر جنجالونو او ناندریو له امله د نوموړي د معرفي کېدو مراسم ځنډېدلي وو.

د مزار شریف اوسیدونکو هم اندېښنه ښوداې او ویلي یې دي چې د نوي امنیه قوماندان د معرفي کولو له امله باید عامو وګړو ته زیان ونه رسیږي.

دافغانستان د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد ماښام له طلوع نیوز شبکې سره په ځانګړې مرکه کې وویل: موږ د بلخ اوسیدونکو د وضعیت د ښه کېدو په تړاو ډاډ ورکوو او ډېر ژر به زه خپله هم بلخ ولایت ته سفر ولرم.

په یاده ځانګړې مرکه کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وویل: په بلخ کې امنیتي اړتیاوو ته په لیدل کېدو موږ پرېکړه وکړه چې د بلخ لپاره نوی امنیه قوماندان وروپېژنوو