fbpx

دافغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزې لارې پرانیسته

د افغانستان او چین ترمنځ د رېل ګاډي سوداګریزه لار پرانیستل شوه.

د رېل ګاډي دغه سوداګریزه لار د واخان کاریدور شرکت د افغانستان او چین ترمنځ پرانیسته.

دافغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان او چین ترمنځ د رېل ګاډي دغه سوداګریزه لاره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ګټوره بولي او زیاتوي چې له دې لارې به نه یوازې افغانستان ته واردات کیږي بلکې د افغانستان په صادراتو کې به هم لوړوالی راشي.

د دغه وزارت په خبره د افغانستان د حیرتانو له لارې به چین ته افغاني محصولات، د مرمرو ډبرې او یو شمېر نور مدني توکي لېږل کیږي.

د غونډې ګډونوالو د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د څو کلونو راپه دې خوا د سوداګرۍ په برخه کې د اړیکو د پیاوړتیا یاده وکړه.

د چین د سفارت سوداګریزه اتشه ښاغلي تیان چې په غونډه کې یې ګډون درلود د یادې لارې په اړه وویل: چین ته به د افغانستان د صادراتو کچه نوره هم لوړه شي او ترڅنګ یې په سوداګریزو اړیکو کې د افغانستان د فعالې ونډې یادونه هم وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی د ځینو ګاونډیو هېوادونو له لوري د افغانستان د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونه د ستونزو پهېډول یاد کړل او زیاته یې کړه چې یو شمېر ګاونډي هېوادونه د افغانستان سوادګریز پرمختګ نه شي لیدلی.

د افغانستان او چین ترمنځ د رېل ګاډي دغه سوداګریزه لار داسې مهال پرانیستل کیږي چې تر دې وړاندې د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا او پیاوړتیا په موخه د لاجوردو او چابهار لار هم پرانیستل شوې ده.