fbpx

حمدالله محب د امریکا بهرنیو چارو وزارت احضار کړی

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هر ډول نیوکه د امریکا په بهرنیو چارو وزیر نیوکه ده.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په امریکا کې خبريالانو ته ويلي و چې خليلزاد په سولې خبرو کې د خپلو ګټو لپاره افغان حکومت څنډې ته کړی او د داسې لنډمهالې ادارې جوړولو هڅه کوي  چې دی يې خپله مشر شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال رابرټ بلاډينو ويلي چې حمدالله محب ته يې په ځواب کې د هغه څرګندونې رد کړي.

یوه امریکایې رسنۍ بیا لیکي چې د امريکا بهرنیو چارو وزارت محب احضار کړی او هغه ته يې ويلي چې امريکا تل د افغان حکومت مرسته کړې او پر خليلزاد نيوکې د امریکا پر بهرنيو چارو وزارت نيوکې دي چې دا به دواړو خواوو اړيکې خرابې کړي.

همداراز حمدالله محب نن د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته غوښتل شوی  او د دغه وزارت مرستيال ډيويډ هيل ورته ويلي: پر خليلزاد بريد د امريکا پر خارجه وزارت بريد دی او بايد له غيرې مسوولانه څرګندونو ډډه وشي)

دا په داسې حال کې ده چې حمدالله محب وړمه ورځ هم د امریکا او طالبانو د مذاکراتو په اړه په خپلو څرګندونو کې ويلي و چې د افغان حکومت پرته د دواړو خواوو موافقه او د سولې راتګ ورته د منلو نه دي، دا به د امریکا لپاره ستر شرم او د طالبانو برياليتوب وي

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د خپلو سفرونو په ترڅ کې تر دې وړاندې په مرغومې میاشت کې هند ته هم سفر درلود، چې د هندي چارواکو سره یې همدارنګه په دوه اړخیزو همکارۍ، سولې پروسې او د امنیت په برخه کې پر همکارۍ هم خبرې کړې وې.

د یادونې وړده حمدالله محب د سولې، ترهګرۍ او نشه یي موادو پر وړاندې د مبارزې لپاره د بحث په  پار څو ورځې وړاندې ازبکستان ته هم تللی و چې هلته یې د دې هېواد له چارواکو سره هم کتلي و.