fbpx

د بلخ نظامي تقابل، ولسي افکار او د ملت راتلونکی

 

ليکوال: قادرشاه

وروستي څلرویشت ساعتونه زیاترو خلکو له نیږدې و څارل، په بلخ ولایت کې د نوي امنیې قوماندان د ګمارلو پر سر د جمهور رییس ښاغلي ډاکټر اشرف غني او د جمعیت ګوند د اجرائیه رییس استاد عطامحمد نور سیاسي او نظامي تقابل زیات ولسي افکار را وپارول. سیاسي ټکرونه معمولاً د قدرت او یا هم د صلاحیتونو د پلي کیدو د څرنګوالي پر سر را منځته کیږي، زموږ هیله دا ده، چې د بلخ ولایت په څیر د غير معقولو نظامي ټکرونه د بیا تکرار مخ ونيول شي، چې خدای مه کړه د اوږد مهاله بحرانونو سبب نه شي. ولس له وړاندې د اصلي هدفونو پر ځای په سیاسي کړکېچونو کې د قهریه ځواکونو د استعمال له امله اندیښمن دی. زمو ویاړلي امنیتي او دفاعي ځواکونه ملي دي، د اسلامي ارزښتونو پالل، د نظام بقا او د خلکو هوساینه یې اصلي دنده ده. د دې ځواکونه روحیه، انګیزه او د ولس ملاتړ تعریف شوي ارزښتونه دي، چې اعلی سرقوماندان یې په ساتنه او درناوي مکلف دی.

 

د حساس تقابل مخینه:

تغیر او تبدیل چې هر مسوول کس په کاري په تیره نظامي چوکاټ کې راوړي د منلو وړ دی او کاري بدلونونه له پرمختګ سره مرسته کوي. خو په بلخ ولایت کې د تغیر او تبدل په اړه په خپله جمهور رییس او د ده همکارانو یو لړ سیاسي تعهدات کړي وو، ویل کیږي، چې د دې تعهداتو په ټینګښت کې یو شمیر بهرني ملاتړي هېوادونه هم دخیل وو.

د ملي یووالي د حکومت اداري بنسټ په سیاسي مصلحتونو او دوه اړخيزو تعهدات جوړ شوی، څنګه چې له ولس سره سلګونه ستراتیژیک تعهدات او ژمنې ماتې شوې او له امله د ولس لويه برخه نا هیلي شوه، په همدې ډول د واک د تقسیم سیاسي تعهدات هم په ملي او نړیواله کچه مات شول. د ملي یوالي حکومت د یوه تاریخي مصلحت په ترڅ کې رامنځته شو، د دې حکومت رییس ډاکټر صیب اشرف غني، له خپل سیال ډاکټر عبدالله عبدالله سره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کیري او په کور د ننه د ګڼ شمیر سیاسي او مذهبي رهبرانو په منځګړیتوب او حضور کې د سیاسي واک د تقسیم توافق‌نامه لاسلیک کړه، چې له مخې یې د ملي یوالي حکومت د پنځو کلونو له پاره په وجود راغی.

د ملي وحدت حکومت د تشکیل په موخه لاسلیک شوي توافق‌نامې دواړه لورو ته د قانوني محدودیتونو ترڅنګ اخلاق ضوابطه هم وضع کړل، تیرو تجروبو ته په کتو سره ویلی شو، چې د سیاسي تعهداتو د نه تطبیق له امله را پورته کیدونکي هر ډول نظامي او قومي ټکرونه به خورا پیچلو بحرانونو ته لار هواره کړي.

 

سياسي پریکړې او ټاکنیز مانورونه:

حکومت حق لري، چې د خپلو صلاحتونو په پام کې نیول سره معقولې سیاسي پریکړې وکړي، د ملي یوالي حکومت ډیری پریکړې او عملونه له هغو تعهداتو سره په ټکر کې دي، چې په ملي او نړیواله کچه یې مخکې له مخکې کړي دي. د یو اړخیزو او کمپایني حرکتونو بیلګې ډیرې دي، خو کله هم چې د دې ډول پریکړو په خلاف سیاسي او یا ولسي غبرګونونه را پورته کیږي، حکومت د دې صلاحیت نه لري، چې قهریه ځواک د خپل ولس په مقابل کې د قومي افکارو د ګرو‌ګان ګیرۍ او پاشلو له پاره وکاروي.

د ملي یوالي حکومت رییس چې خپله یې د دولت ساز په نوم ټاکنیز ټیم جوړ کړی، په ډیر شدت سره په دولتي او سیاسي موقفونو کې د نصب او عزل مرموزه لړۍ پیل کړې ده. د بلخ ولایت کړکیچن تقابل، چې له امله یې په ډیره بې رحمۍ د قهریه ځواک د کارولو له پاره زمینه برابره شوه، غیر مشروع ټاکنیز مانور وو، همدا وجه وه، چې د افغان ځواکونو د استعمال په اړه یې ملي او نړۍوال غبرګونونه را پورته کړل.

دا چې د ملي یووالي حکومت مشر او ورسره مشاورین یې د ټاکنو له پاره په بلخ او نورو ولایتونو کې څه ډول سیاسي انجینري په پام کې لري، اړینه نه ده، چې دلته یې تفصیلات وړاندې شي، خو راتلونکي کې به یې خامخا روښانه کړو. اما د بلخ ولایت د ټاکنیز مانور بیلګه د کب په ۲۳مه نېټه د دولت ساز ټاکنیز ټیم د لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح په فیسبوکي پوست کې واضح ده.

 

ولسي افکار:

د بلخ ولایت د نظامي تقابل په رابطه مې د یو شمیر ځوانانو او فعالانو غبرګونونه په ټولنیزو شبکو کې ولوستل، ملي ځواکونه زموږ هغه ویاړ دی، چې له نظام او ځمکنۍ بشپړتیا څخه به د دوی دفاع او میړانه زموږ د حماسي تاریخ په پاڼو کې په زرینو کرښو ولیکل شي. په هر ډول حالت کې له دوی څخه د ولس پراخ ملاتړ زموږ د نیک‌بختۍ زیری دی. زه د خپلو ځواکونو د لوړ مورال او وطن دوستۍ شاهد یم او ډاډ لرم، چې زموږ هیڅ سرتیری به د خپل ولس اخلاص او مینه هیره نه کړي.

د سترو تبلیغاتي موجونو په منځ کې د پولیسو او اردو ځانګړي ځواکونه د یوې سیاسي پریکړې د تطبیق له پاره و کارول شول، طبعي ده چې د ولس د عمومي افکارو بیلابیل غبرګونونه به یې له ځانه سره لرل. دولت ساز ټاکنیز ټیم د ټولنیزو شبکو مامورینو ته دنده ورکړه، چې د بلخ ولایت د سیاسي پریکړې د عملي کولو په لړۍ کې، د یاد ټاکنیز ټیم د مشر په ملاتړ پوستونه وکړي او عمومي اذهان په غیر شعوري توګه د اصلي موضوع پر ځای د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته سوق کړي.

د ملي یووالي حکومت، چې د یوه تاریخي مصلحت په ترڅ کې په غیر قانوني توګه تشکیل شوی او په راتلونکو څو میاشتو کې یې کاري موده پای ته رسیږي، د غیر مشروع او د ولس د ارادې خلاف کړنو اټکل یې له وړاندې څخه ممکن و.

 

د ولسي افکارو په وړاندې رواني تکتیکونه:

د بلخ ولایت د پیښې په اړه مو د ولسي افکارو مختصر حالت بیان کړ، د ولس فکر او اراده د قدر وړ ده، هیڅوک نه شي کولی د غیر حقیقي او مرموزو رواني تکتیکونو په کارولو سره ولسي افکار د اوږد مهال له پاره ګروګان او یا په غلت مسیر و خوځوي.

د ملي یووالي حکومت د رواني (فکري) جګړې په برخه کې د هېواد د دوو تنو مشهورو سیاسي او استخباراتي څیرو په مشوره مرموز او لنډ مهالي تکتیکونه د بې شمیره دولتي امکاناتو په زور د ولس په مقابل کې په لاره اچولي. د دوی تر ټولو غیر مشروع او خطرناک تکتیک د قومي او نژادي افکارو د تقسیم تکتیک دی، چې د نظام د بقا په مقابل کې خطرناک ستراتیژیک ګواښونه زیږوي.

د فکري جګړو په تاریخ کې تر ټول مردود تکتیک د ملت په داخل کې د سیاسي ملاتړ د خپلولو په موخه د قومي او نژادي تفرقي د ایجاد تکتیک دی. د سیاسي ملاتړ د را خپلولو له پاره دا تکتیک خورا آسان او ژر اغیز کوونکی تکتیک دی، چې په پایله کې یې ملي باور او د ملت ښایسته ترکیبونه له منځه ځي.

زیاتره ملي او نړیوال څاروونکي په دې نظر دی، چې د ملي یووالي حکومت په کاري دوره کې د قومي تفرقې تکتیک په ډیرې بې رحمۍ سره د افغانانو په منځ کې په کار واچول شو، چې له امله یې ملي باور له منځه ولاړ.

 

سیاسي حل لاره او وړاندیزونه:

د نظام د بقا راز، د قانون په تطبیق او د عدالت په تامین کې ده. د ملي یووالي حکومت په ټولو ماموریتونو او مسوولیتونو کې د ولس اعتماد له لاسه ورکړی او له بلې خوا یې پنځه کلنه کاري موده په څو میاشتو کې پای ته رسیږي.

زموږ ګران هېواد او د جنګ په لمبو کې وریت ملت د اوږد مهالي هوساینې له پاره په ملي او نړیواله کچه حساس تاریخي فرصتونه په لاس کې لري. د سولې مذاکراتي بهیر او د ټاکنو ملي پروسه زموږ د ولس له پاره تاریخي ارزښت لري. د دې له پاره چې ټول طلايي فرصتونه په مهارت او وطن دوستۍ سره مدیریت شي ملت او حکومت باید خپل مسوولیتونه په وخت سره ادا کړي، زه د دې مسوولیتونو د سالمې اجرا له خپله حل لاره وړاندیز کوم او په همدې سره د بلخ ولایت د کړکیچ په اړه خپل بحث پای ته رسوم.

 

–       ولس مکلف دی، د اوسنیو او راتلونکو نسلونو د نیکمرغۍ له پاره په اوسنیو حساسو شرایطو کې بې تفاوته پاتې نه شي. د سولې او ملي یووالي د ټينګښت له پاره له ټولو فرصتونو څخه په قوت ملاتړ وکړي. هیچا ته د دې اجازه ورنه کړي، چې د سولې خلاف په کور د ننه او یا بهر خنډونه جوړ کړي او خپل غیر مشروع واک ته د دوام زمینه برابر کړي. تیرو تجربو ته په کتو سره ولس باید دومره بیداره وي، چې د هیچا تبلیغاتي تکتیکونه پرې اغیز ونه کړي بلکې د یوه ملت په توګه له ټولو ملي ارزښتونو څخه په ننګه ملاتړ او درناوی يې وکړي. هغه ځوانان، چې ټولنیزې شبکې کاروي او ولسي افکارو ته د مسیر ورکولو هدف لري، مهمه ده، چې په خپلو سیاسي نیوکو او غبرګونونو کې د هېواد د ټولو مشرانو درناوي وکړي او د کلام عفت و ساتي، ځکه چې په ناسمو الفاظو د سیاسي پیغامونو انتقال اغیز له لاسه ورکوي.

–       د ملي یوالې حکومت ته مې وړاندیز دا دی، چې له نمایشي مانورونو او نا څیزه سیاسي ګټو څخه تیر شي، د بلخ ولایت د نظامي تقابل، ولایتي سفرونو، تکراري پروژو پرانيسته او د څو تنو مشاورینو په خوښه د احساساتي پریکړو پر ځای د سولې له روان فرصت څخه په ټوله ایماندارۍ او صداقت ملاتړ وکړي. بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي او د ملي ارادې خلاف ولسي افکار په وړو سیاسي کشالو بوخت ونه ساتي. د جوزا د میاشتې له پیل سره سم د واک دوام ته غیر مشروع سیاسي لارې چارې ونه سنجوي بلکې د ملي باور او اجماع د رامنځته کیدو له پاره لاره هواره کړي. د امریکا متحده ایالاتو په ګډون له سیمه ییزو او نړیوالو متحدینو سره اړیکو ته د ملت د فکر او روحیې خلاف مسیر ورنه کړي، بلکې د یوه باعزته ملت او دولت په توګه پر ملي ګټو ولاړ او سنجیده سیاست په میراث پریږدي.

–       وروستی وړاندیز مې د هېواد محترمو مذهبي او سیاسي رهبرانو، د سیاسي احزابو مشرانو، د ولسمشرۍ نوماندانو، مدني فعالانو، میرمنو او رسنیو ته دا دی، چې د سولې د هر ډول توافق له پاره دې بین لافغاني میکانیزم مشروط کړي او د جوزا میاشتې له پیل سره سم د واک د تشې د رامنځته کیدو د څرنګوال او حل په موخه د واحدې ملي دیدګاه او اجماع په رامنځته کیدو کې خپل مسوولیت ته جدي پاملرنه وکړي.