fbpx

د افغانستان د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیران بلخ ته تللي

بلخ کې د تېرې ورځې له نښتو وروسته د افغانستان د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد او کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي بلخ ته تللي دي.

 افغان امنیتي چارواکي وایي ښاغلی خالد او اندرابي به په بلخ کې له پخواني والي عطامحمد نور په ګډون له یو شمېر سیاسي مشرانو سره وویني.

دواړو افغان امنیتي وزیرانو وړمه شپه د طلوع نیوز له شبکې سره په ځانګړې مرکه کې بلخ ته د سفر کولو خبره هم یاده کړې وه، نوموړي نن بلخ ولایت ته تللي دي.

دواړه افغان امنیتي وزیران داسې مهال بلخ ته تللي چې تېره ورځ د بلخ لپاره د نوي معرفي شوي امنیه قوماندان عبداالرقیب مبارز د ګومارنې پر سره ناندرۍ راپورته شوې.

امنیتي چارواکو تېره ورځ په بلخ کې د امنیت د خرابېدا له کبله عبدالرقیب مبارز د اکرم سامع پر ځای د بلخ لپاره امنیه قوماندان وټاکه.

د بلخ پخواني قوماندان اکرم سامع او پخواني والي عطامحمد نور د نوي امنیه قوماندان له ټاکل کېدو سره مخالفت وښود او پلویانو یې د امنیتي ځواکونو سره نښته وکړه، د نښتې په پایله کې د ١٠
.پولیسو په ګډون ١٨ تنه ټپیان شوي دي

د بلخ لپاره نوي ټاکل شوي امنیه قوماندان د بلخ امنیې قوماندانۍ شاوخوا کې له څو ساعتونو نښتو وروسته د کورنیو چارو وزارت له ځانګړو ځواکونو سره یوځای دفتر ورسېد او رسماً یې خپل کار پیل کړ.

د کورنیو چارو وزارت ویلي تر اوسه یې ٢٥ نامسؤله وسلوال نیولي دي.

یادې پېښې له ځانه سره یو لړ غبرګونونه هم راوپارول.

 د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند حنیف اتمر د یادې پېښې په غبرګون ویلي وو:

 د نوي امنیه قوماندان ټاکنه ناسمه اوسیاسي ده دا یوه قانوني نه، بلکې یوه غیر قانوني موضوع ده، ولسمشر غني په دې سره غواړي خپل سیاسي رقیبان له میدانه وباسي.

خو له بل لوري ولس د نوي امنیه قوماندان له ګومارنې خوښ بریښي او په خوا کې یې افغان امنیتي ځواکونه وستایل او مننه یې ترې وکړه چې د نامسؤله وسلوالو پر وړاندې یې سخت ګام پورته کړ او قانون یې پلی کړ.