fbpx

بادغیس: بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو په محاصره کې ٢٠ سرتیري وژل شوي

د بادغیس ولایت سیمه اییز چارواکي وایي د دې ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې له یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو او افغان امنیتي سرتېرو ترمنځ جګړه روانه ده اوس هم یاده ولسوالۍ د طالبانو تر محاصرې لاندې ده.

د چارواکو پر وینا بالامرغاب ولسوالۍ ته ټولې غځېدلې لارې د طالبانو له خوا تړل شوي دي او طالبان د ولسوالۍ مرکز ته نزدې حضور لري.

د سیمه اییزو چارواکو پر وینا په جګړه کې له یوې اوونۍ راهیسې تر دې دمه ٢٠ افغان امنیتي سرتیري او ٢٠ طالبان وژل شوي دي، ٢٨ سرتیري لا هم د طالبانو تر محاصرې لاندې دي او لا تر اوسه ترې خبر نه لري.

د بادغیس د بالامرغاب ولسوال وارث وایي:

١١ امنیتي پوستې او د سرتېرو یوه ډله د طالبانو تر ولکې لاندې ده، خو سیمې ته اوس مهال تازه دمي ځواکونه رسیدلي.

نوموړی زیاتوي که سقوط شوې پوستې بیا ځل د ځواکونو له خوا ونه نیول شي وضعیت به له دې هم ډېر خراب شي.

د بالامرغاب قومي مشر ضیاالدین اکازي ویلي: بالامرغاب یوه مهمه ولسوالي ده او که دا ولسوالي د طالبانو لاسته وغورځي نو له هغې ځایه به د هېواد لویديځ او شمالي برخې هم له ګواښ سره مخ شي.

په ورته مهال د بادغیس امنیتي چارواکي وایي د بادغیس په بالامرغاب کې امنیتي وضعیت عادي حالت ته ګرځېدلی او امنیتي ځواکونه دم ګړۍ د طالبانو څخه د سیمې د پاکولو پر عملیاتو بوخت دي.

هغه امنیتي ځواکونه چې د بالامرغاب د جګړې په لومړۍ کرښه کې په جګړه بوخت دي وایي: موږ د ولس د امنیت د تأمینولو لپاره هڅه کوو.

ځواکونه وایي د جګړې ټول تجهیزات لري او کولی شي شپه او ورځ عملیاتو ته دوام ورکړي، ځواکونه تر اوسه له کومې ستونزې سره نه دي مخ او موږ به دښمن څارو.

د بادغیس په بالامرغاب کې له یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو سره په جګړه کې ٢٠ سرتیري شهیدان شوي او ١٠ تنه نور ټپیان شوي دي، د امنیتي چارواکو پر وینا په جګړه کې شاوخوا ٢٠ طالبان هم وژل شوي دي.