fbpx

د ملي یووالي حکومت مشرانو په نوي زیلاند کې پر لمونځ کوونکو برید وغانده

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله په نوي زیلاند کې په دوو جوماتونو کې پر لمونځ کوونکو برید وغانده او د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډه مبارزه یې ټینګار وکړ.

ولسمشر غني په یوه خبرپاڼه کې ویلي ترهګر د هېڅ دین پورې تړلي نه دي، ترهګر د انسانیت دښمنان دي او پر وړاندې یې باید جدي مبارزه وشي.

غني وویل:

پر دغه دوو جوماتونو یو ځل بیا برید څرګندوي چې ترهګر د هېڅ کوم دین او قانون پورې تړلي خلک نه دي، دوی د انسانیت دښمنان دي.

ولسمشر غني د ترهګرۍ ګواښ ته په اشارې وویل : ټول هېوادونه باید د دغې ناوړې پدیدې پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي.

په ورته مهال د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د یادې ترهګریزې پېښې د غندلو تر څنګ وویل: د نوي زیلاند د دوو جوماتونو پر لمونځ کوونکو ترهګریز برید ډېر متأثره کړم، ترهګر د هېڅ دین پورې تړلي نه دي او نه کوم مشروع هدف لري، موږ د یادې خونړۍ پېښې قربانیانو ته دعاء کوو او د نوي زیلاند له حکومت او خلکو سره ولاړ یوو او خواخوږي ورسره ښیوو.

په ضمن کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم یاده خونړۍ پېښه غندلې او ویلي یې دي: ترهګري مشخصه جغرافیه نه لري او نه د ټولنې د کوم قشر پورې تړاو لري ، ټول ملتونه باید د ترهګرۍ د له منځه وړلو  او د یوې ارامي او سوله اییزې فضا د رامنځته کولو لپاره سره همکار اوسي.

د نوي زیلاند پر دوو جوماتونو د ترهګریزو بریدونو په ترڅ کې ٤٩ تنه وژل شوي او  شاوخوا ٢٠ تنه ټپیان شوي دي.

د راپورونو پر اساس لومړی ترهګریز برید د ”کرایست چرچ“ په ښار کې او په ورته مهال د لینوود په سیمه کې هم پر جومات برید شوی دی، یاد ترهګریز بریدونه پر لمونځ کوونکو د لمانځه پر مهال شوي دي.

د نوي زیلاند پولیس وایي د یادې پېښې په تړاو یې د یوې مېرمنې په ګډون شپږ تنه نیولي دي.