fbpx

د ښاغلي محب څرګندونو افغان حکومت بې اعتباره کړ

لیکوال: قادرشا

ګڼ شمیر افغانانو په ځانګړي توګه سیاسیونو ته له ډیرې مودې را پدیخوا دا روښانه وه، چې د حکومت په د ننه کې یو شمېر مرموزې کړۍ د افغانانو د ستر ارمان، چې سوله ده د سپوتاژ هڅه کوي. د دې کار یوازنی علت دا دی، چې د دایمي سولې په ټینګښت سره یو شمیر بې هویته اشخاص لنډ مهالی قدرت له لاسه ورکوي.

د افغانستان د سولې پروسې په رابطه د ښاغلي محب خبرې غیر مسوولانه او احساساتي وې او د افغانانو د ارادې استازیتوب نه کوي. د ملي یووالي د حکومت مشرانو په وار وار د امریکا متحده ایالاتو په اوږد مهاله ملګرتیا او په افغانستان کې د نړۍوالو ځواکونو پر پاتې کیدو ټینګار کړی. دلته د ملي منافعو سوال نه مطرح کیږي بلکې فردي سیاسي ګټې دي، چې له مخې یې ملي ګټې له پامه غورځول شوي.

سیمې ته د امریکا متحده ایالاتو د سولې استازي  ډاکټر زلمي خلیلزاد ماموریت روښانه هدف لري، په افغانستان کې روانه ورور وژنه یوازې او یوازې د خبرو له لارې پای موندلی شي. موږ د دایمي او عادلانه سولې له ټولو فرصتونو څخه هرکلی کوو په دې کار کې د ډاکټر صیب زلمي خلیلزاد له هڅو څخه قدرداني کوو او ټینګار مو دا دی، چې له طالبانو سره هر ډول توافق باید پر بین الافغاني توافق مشروط وي او د افغانستان د قضیې یوازنې حل په بین الافغاني مذاکراتو کې دی.

 

د سولې د روان بهیر او د حکومت د احساساتي دریځ په اړه څو ټکي د پاملرنې وړ دي:

– د ملي یوالي حکومت مشر او شاوخوا حلقه یې، نه یوازې د سولې بلکې په زیاترو ملي او نړیوالو قضایاوو کې د خپلو ناقصو او فرد محوره پالیسو نا سالمو حکومتي کارکردګیو له وجې ګوښه او تجرید شوي دي. حکومت د سیاسي ملاحظاتو له وجې لومړی له بین الافغاني مذاکراتو څخه ځان وویست او اوس یې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ په مذاکراتو بهیر کې د خنډونه د ایجاد هڅې پیل کړي دي، که چیرې ارګ واقعاً غواړي د سولې بهیر حمایت کړی، نو باید دا وضاحت ملت ته ورکړل شي، چې ولې بین الافغاني مذاکرات او د سولې بهیر سبوتاژ کوي؟

– د امریکا په متحده ایالاتو کې د ښاغلي محب خبرې شخصاً زما له‌پاره اصلاً حیرانوونکې نه وي، ځکه چې نوموړی د سیاست او امنیت په اړه نه علمي او نه هم عملي تجربه لري، څه چې ورته ویل کیږي همغه وايي او ستراتیژیک دید یې خورا کمزوری دی. د هېواد په امنیتي او دفاعي سکتور کې څو تنو تازه دمه سیاسیونو، تازه جایګاه او قدرت پیدا کړی، دوی د حکومت له کمزورو پالیسیو او بې تجربې اشخاصو څخه ګټه پورته کوي او په بیلابیلو سطحو کې له دولتي امکاناتو څخه په ګټه اخیستنې د سولې د بهیر په شمول د ولسي او بین الافغاني برنامو خلاف روحیه روزي او د تبلیغاتو له پاره سرباز ګیري کوي.

– د کره سرچینو د مالوماتو له مخې د جمهور رییس غني پلان دا وو، چې د خپلې نیږدې حلقې ځیني غړي امریکا ته ولیږي او هلته د ډاکټر صیب خلیلزاد د روانو هڅو او د سولې د پروسې د سپوتاژ عملي برنامه پیل کړي، خو د دې حلقې ځینو غړو ته په کابل کې امریکا سفارت له ویزو ورکولو څخه ډډه وکړه او د ملي امنیت سلاکار یې د بهرنیو چارو وزارت احضار کړ.  دلته دا خبره واضح شوه، چې جمهور رییس غني په واک کې د پاتې کیدو تندې اخیستی او د پایداره سولې په ټینګښت کې د خپلې واکمنۍ بقا نه ګوري.

 

وروستي وړاندیزونه

– په داسې حال کې، چې د ملي یووالي حکومت کاري موده مخ په خلاصیدو ده، د دې ادارې د هرې کچې له منسوبینو، څخه د ولس توقع دا ده، چې د سولې له پاره په ملي او نړۍواله کچه رامنځته شوي فرصتونه او مثبته روحیه متضرره نه کړي.

– په ټولنیزو شبکو کې هم زیاتره د حکومت کارمندان په تبلیغاتي او کمپایني چارو بوخت دي، زه فکر کوم دوی مجبور نه دي چې په حساسو ملي موضوعاتو کې جانبدارانه دریځونه ونیسي او یا هم ځینو ناپیژاندو اشخاصو ته کاذبې قهرمانۍ او شخصیتونه ورکړي.

– خپلو هېوادوالو ته مې پیغام دا دی، چې هیچا ته د دې اجازه مه ورکوۍ، چې په یوه او بل نوم د سولې او بین الافغاني مذاکراتو لړۍ سبوتاژ کړي. حکومت په خپله مني چې د اعلی سرقوماندان تر قیادت لاندې یې په تیرو څلورو کلونو کې تر ۴۵ زره زیات سرتیري شهیدان کړي دي او لسګونه زرګونه نور ټپیان کړي دي. آیا واقعاً دا حالت د یوې بشري ټولنې له پاره د تحمل وړ ده؟ نو زما د ورورۍ توقع دا ده، چې په خپل فکر وکړۍ او د هیچا په تبلیغاتي لومو کې ښکېل نه شئ.