fbpx

د عبدالله غبرګون د محب پر څرګندونو: چارواکي دې خپلې خبرې پر غور کوي

د ملي یووالي د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د ولسمشر غني د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب پر خلیلزاد  وروستیو د څرګندونو نیوکه وکړه.

عبدالله عبدالله وایي: امریکا متحده ایالات د افغانستان یو ښه همکار دی او د افغانستان چارواکي باید د نوموړي هېواد پر وړاندې په خپلو څرګندونو کې ډېر غور وکړي.

عبدالله عبدالله زیاته کړه:

د نړیوالو همکارانو سره د ښو اړیکو د درلودلو لپاره باید د خپلو نظرباتو په څرګندولو کې دقیق  اوسو، اوس له یوه اړخه تبره په ډاګه ده چې امریکا متحده ایالات زموږ د مهمو نړیوالو همکارانو څخه ده.

د افغان ولسمشر د ملي امنیت شورا سلاکار امریکا کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د موقت حکومت د رامنځته کولو په هڅو تورن کړ، نوموړي زیاته کړې خلیلزاد غواړي واک ته ورسیږي او د طالبانو سره د سولې خبرې پټې وساتي.

د محب له دې څرګندونو وروسته د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار احضار کړ او ویې ویل پر زلمي خلیلزاد برید د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پر وزارت برید دی.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر د امریکا له خوا ښاغلي محب احضار کول ردوي او زیاتوي چې محب احضار شوی نه دی، بلکې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره به رسمي لیدنه ولري.

د ښاغلي محب یادې څرګندونې په هېواد دننه هم له توندو غبرګونونو سره مخ شوې.