fbpx

په خوست کې ټپي خبريال د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه

نن سهار په خوست کې د دوه نامعلومه وسلوالو له خوا په ډزو ويشتل شوى خبريال سلطان محمد خېرخوا تر څو ساعته درملنې وروسته ساه ورکړه. ارواښاد د ژمن ټلويزيون خبريال او تکړه ممثل و، چې د خوست ښار په لويديځه څنډه کې نامعلومه وسلوالو ويشتى و.

د خبريال ډاټ کام سره لږ ساعت مخکې د خوست والي حليم فدايي په خپلو خبرو کې ويلي و، چې د سلطان محمد خېرخوا د کابل ته انتقالولو لپاره هغوى د الوتکې بندوبست کړى دى او دفاع وزارت ورته ويلي دي، چې الوتکه تياره ده، خو ډاکټران اجازه نه ورکوي، چې انتقال يې کړي، ځکه حالت يې ډېر نازک دى.

خو ارواښاد له څو ساعتونو درملنې وروسته ساه ورکړه. ارواښاد سلطان محمد خېرخوا يوه مرمۍ په سينه او بله په سر لګېدلى و.

هغه په ژمن ټلويزيون کې د (آهونه) په نوم خپرونه چمتو کوله، چې په دغه خپرونه کې به يې بېوزله کورنيو ته مرستې رسولې.

د خوست والي حليم فدايي خبريال ډاټ کام ته په خپل رالېږلي پېغام کې د ارواښاد خېرخوا پر مړينه ژوره خواشيني څرګنده کړې او د خبريالانو او د ارواښاد له کورنۍ سره يې غمرازي کړې ده. هغه همدا راز خبريال ډاټ کام ته وويل، چې همدا اوس يې بېړنۍ غونډه رابللې او امنيتي ارګانونو ته يې امر کړى، چې د ارواښاد خېرخوا قاتلان دې ژر تر ژره ونيسي او خپل انجام ته دې يې ورسوي.

Loading...