fbpx

یو شمېر نوماندان: ټاکنو کمیسیون په ټاکل شوې نېټه د ټاکنو توان نلري

 ټاکنو ناظر بنسټونه او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندان وایي: د ټاکنو خپلواک کمېسیون د چنګاښ پر ٢٩ د ولسمشریزو ټاکنو د ترسراوي توان نه لري.

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو له منځه ځیني وایي د ټاکنو په قانون کې د تعدیلاتو د راوستلو پر اساس باید د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د راې ورکونې نوملړ چمتو او د ټاکنو د ترسراوي لپاره بایومترېک سیستم شتون ولري خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اوسه ورته چمتوالی نه لري.

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند سید نورالله جلیلي په دې اړه وایي: موږ ته د ټاکنو کیفیت مهم دی یعنې د خلکو رایې باید غلا نه شي، د خلکو رایې په شفافه توګه اعلان شي او دا د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دنده ده، وخت مهم نه دی موږ د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته یو یا دوه میاشتې نور وخت هم ورکولی شوو.

په ورته مهال د افغانستان د خپلواکو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مشر یوسف رشید وایي د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ډېرو ننګونو سره مخ دی چې په خپل وخت د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کول غیر ناممکن کار دی، اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون څه نه لري، نه بودجه، نه امکانات او د خلکو باور هم د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون صفر ته راټيټ شوی نو باید ووایم چې د چنګاښ ٢٩مه  پر ځای نېټه په نظر نه راځي.

په همدې مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي هڅې روانې دي چې د نوي قانون پر اساس په ټاکل شوې نېټه ټاکنې ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وایي: هېڅ داسې څه شتون نه لري چې د ولسمشرۍ ټاکنې دې وځنډیږي، خو زموږ د کار فشارونه زیاتیږي او دا به د دې لامل شي چې موږ خپلو کارونو کې لا هڅه وکړو.

په ورته مهال اجراییه رییس عبدالله عبدالله د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون غږ کوي چې د خلکو د باور د لاسته راوړلو لپاره دې کاو وکړي.

د ټاکنیزو کمېسیونونو نویو غړو هم ویلي د ولسي جرګې د ټاکنو شکایتونو ته د لاس رسي ترڅنګ د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو، ولایتي شوراګانو او ولسوالۍ شوراګانو د ټاکنو لپاره چمتوالی یې لومړیتوب دی.