fbpx

د جنګي جرمونو د ارزونې محکمې پرغړو محدودیت اعلان شوی

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی د هغه کسانو پر وړاندې د محدویت سیاست اعلانوي چې د جرمونو نړیواله محکمه کې د امریکايي پوځيانو په تړاو د څېړنې مسؤولیت لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مایک پومپیو واشنګټن کې خبریالانو ته وویل زه د هغو کسانو پر وړاندې د وېزو د محدودیت سیاست اعلانوم چې د جرمونو نړیواله محکمه کې د امریکايي پوځيانو په تړاو د څېړنې مسؤولیت لري.

نوموړی زیاتوي دغه محدودیتونه همدارنګه ښايي د اسراییلو په څېر زموږ د ملګرو هېوادونو د وګړو د تعقیب لپاره د یادې محکمې هڅې تر سیوري لاندې راوستلی شي.

د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر کې ډونالډ ټرمب ویلي وو کچیري د جرمونو ارزونې نړیواله محکمه غواړي په افغانستان کې د جنګي جرمونه تورنه وڅیړي، نو په مقابل کې به يې دوی د امریکا ترڅار لاندې راشي او دې هېواد ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کیږي

اوس تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ټرمپ ددې څرګندونو په عمل کې د ثابتولو په هدف کې لاس په کار شوي.

اوس سوال پیدا کیږي چې ولې امریکا د خپلو سرتیرو د جنایتونو د څیړلو اجازه نه ورکوي؟ امریکا د ټولو نړیوالو جنګي او بشري قوانینو د رعیت خبره کوي، خو په ډیری مواردو کې افغانستان کې ستر بشري جنایتونه ترسره کړي دي چې هیڅ یو يې څیړل شوی نه دی.

امریکا په مخامخ جګړو بمباریو او عملیاتو کې ډیری عام افغانان په نښه کړي وژلي، ژوبل کړي او بې ګناه يې زندانو کې سخت شنکجه کړي دي.

په ۲۰۱۷ زیږدیز کال د جرمونو ارزونې نړیوالي محکمې په افغانستان کې د شته ادعاوو په بنسټ رسمآ د څېړونو د لړۍ د پیل خبر ورکړی وو.

دغې نړیوالي محکمې په ۲۰۰۲ دوهم  کال کې خپل ما موریت پیل کړی او تردامهاله شاوخوا ۱۱۲ قضیې څېړلې.