fbpx

د نیوزیلنډ پیښي برید کوونکی محکمې ته وړاندي شوی

 

تیره ورځ نیوزیلنډ هېواد کرایسټچرچ ښار کې یوه برید کوونکي پر مسلمانو لمونځ کوونکو برید کړی او شاوخوا ۸۹ کسانو پکښي مرګ ژوبله اوښتې.

ددې برید لومړی قرباني یو افغان ۷۱ کلن سړی داود نبي وو چې په ۱۹۸۰ میلادي کلونو کې نیوزیلانیډ ته تللی وو، چې تیره ورځ د یوه بریدګر له لوري د جمعې د لمانځه پرمهال په نښه او ووژل شو.

د نیوزیلنډ لومړي وزیر جسیندا اردون ویلي چې بریدګر له خپل ځان سره پنځه وسلې درلودې او ددې وسلو په هکله يې کوم قانون مدرک هم نه درلود.

ددې هېواد لومړي وزیر ویلي چې د داسې پیښو د ښه مخنیوي لپاره غواړي په ټول هېواد کې د وسلو لرلو قوانین اصلاح او اصلاحات پکښي راولي.

نن ددې بریدګر په هکله ویل شوي چې محکمې ته به وړاندي شي، ددې برید په تور دوه نور مشکوک کسان هم نیول شوي خو تراوسه يې دولت د هویت په هکله څه نه دي ویلي.

ددې بریدګر دوهمه محکمه د راتلوونکي اپریل میاشتي پر پنځمه نېټه ترسره کیږي او ویل شوي چې ددې هېواد د قوانینون سره سم به ورته سزا ورکړل شي

ددې  برید غندنه د افغانستان په ګډون یو شمېر هېوادونو کړې او له دې هېواده پکښي غوښتل شوي چې د ترهګرو مخه ونیسي او ددې پیښي مسؤلینو ته سخته سزا ورکړي.

د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې دا یو “ترهګریز” برید بللی. هغې پر ټویټر لیکلي: “هغه پېښه چې په کرایسټ چرچ کې رامنځ ته شوې بې مخینې پېښه ده او نیوزیلنډ کې ځای نه لري. ډېری قربانیان کډوال دي. نیوزیلنډ د دوی کور دی. دوی زموږ له ډلې دي.”

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د نیوزیلنډ له چارواکو او خلکو سره غمشریکي ښودلې ده: “امریکا په ټول توان د نیوزیلنډ ترڅنګ ولاړه ده.”

د بریتانیا لومړۍ وزیرې تیریزا مې هم ویلي، دغې پېښې ټکان ورکړی او “د زړه له تله د نیوزیلنډ له خلکو او چارواکوسره غمشریکي ښيي”.