fbpx

زما لور سره واده وکړئ، ١٠ ميليونه تايلېنډۍ روپۍ واخلئ

د تايلېنډ يو ميليونر کس اعلان کړى، چې هر څوک د ده له ٢٦ کلنې لور سره واده وکړي، نو ١٠ ميليونه تهايي بات (چې شا و خوا ٣٠ ميليونه افغانۍ کېږي) او خپل ټول کاروبار او جايېداد به هغه کس ته ورکړي.

دا سړى آرنون روډتونګ نومېږي، ٥٨ کلن دى او د تايلېنډ په چمپهون ايالت کې د تازه مېوو د يو فارم مالک دى او اوس غواړي چې د خپلې لور راتلونکى جوړ کړي.

په خپل دغه وړانديز کې آرنون روډتونګ ويلي دي، چې د ده لور د ده سره د کاروبار په چلولو کې مرسته کوي، انګليسي او چينايي زبان په روانۍ سره ويلې شي او پېغله ده.

د تايلېنډ په بېلا بېلو برخو کې هلکان د ښځې کولو لپاره ډېرې پېسې ورکوي، خو آرنون داسې نه غواړي، بلکې هغه وايي چې دى به خپل زوم ته ١٠ ميليونه تايي بات (تايلېنډۍ روپۍ) چې شا و خوا ٣٠ ميليونه افغانۍ يا ٣١٦ زره ډالر کېږي، ورکوي، همدا راز هغه خپل د ميليونونو ډالرو فارم هم هغه ته ورکوي او خپل ټول کاروبار ورته سپاري.

تر ټولو ښه خبره دا ده چې په دې وړانديز کې دا خبره نه ده شوې چې هلک دې د کوم قوم څخه وي. يوازينى شرط يې دا دى، چې هلک بايد زيارکښ وي او همدا راز د ده لور، کارنيسټا خوشحاله وساتي.آرنون له خپلې لور سره

آرنون روډتونګ وايي: ((زه د يو داسې کس په لټه کې يم، چې هغه زما په کاروبار پام وکړي او دې ته پرمختګ وکړي، زه داسې کس نه غواړم چې لوړې زده کړې يې کړي وي او خپل سندونه ګرځوي.))

هغه وايي، زه داسې کس غواړم چې په ځان باور ولري او په ډېر زيار او خوارۍ باندې يقين وساتي.

هسې خو هغه ډېر زامن هم لري، چې فکر کېږي د ده نه وروسته به د ده د کاروبار او جايېداد وارثان وي، خو آرنون وايي چې د ده لور واده وکړي، نو دى به خپل ټول کاروبار او جايېداد د خپل زوم په نوم کړي.

د نوموړي د تازه مېوو فارم په دغه هېواد کې يو تر ټولو لوى فارم دى، چې ويل کېږي په ډېره لويه ساحه باندې خور دى. همدا راز په خپل ايالت کې نوموړى ډېرې ځمکې لري.

تر ټولو خوندوره خبره دا ده، چې د دغه وړانديز په اړه د دغه سړي لور ته د هغه له يوې ملګرې معلومه شوه او هغه ډېره حېرانه شوه، چې پلار يې دغه ډول وړانديز ورکړى.کارنيسټا

هغه وايي، دا سمه خبره ده چې زه پېغله يم، خو زه له داسې يو چا سره واده کول غواړم، چې ښه کس وي او د خپلې کورنۍ سره ډېره مينه ولري.

Loading...