fbpx

وطن پالي افغانان د محب د دریځ ملاتړي دي

د بهرنیو مداخلو او د هغو د کورنیو مزدورانو پر ضد د  افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار حمد الله محب وروستي دریځ سختي ناندرۍ را پارولي دي.

هغه واشنګټن ته د ترهګرۍ ضد نړیوالي جګړې د یوه شریک په صفت شکایت کړی چې ګواکي افغان دولت او ولس د سولي له مذاکراتو ګوښه کړای شوی چې دا کار له سولي او ثبات سره مرسته نه شي کولای بلکې پر وړاندي يي حساسیتونه پاروي .

ولس پاله او په وطن مین افغانان په ټوله کې د سرقربانۍ ته چمتو دي او د خپې ویني له تویولو باک نه لري.

په ملیونونو مړه شوي او په دې ټاتوبي کې چې افغانستان نومیږي له مرګونو بیره نه شته.

دغلته میندو ډير زمن زیږولي او کله چې د ناموس او وطن د ساتلو موضوع رامنځ ته شي بیا به وویني چې څومره سرونه د وینو د سیلاب د قهرجنو څپو جوړولو ته چمتو دي.

حمدالله محبه! ته یو ملت پاله ځوان یې، پاخه او استوار ګامونه اخله ولس در سره دی.

زه یو وخت د حمدالله محب د سیاسي فکر سرسخت مخالف او یو له منتقیدینو څخه یي وم خو کله چې هغه د  بندو دروازو تر شا د سولي د خبرو په اړه خپل قاطع دریځ وړاندي کړ زه یي کلک ملاتړی یم.

زه د طالبانو او نړیوالي ټولني تر منځ د سولي د خبرو مخالف نه یم لیکن افغان ولس او دولت باید په دغه سوله کې کلیدي رول ولري او له هراز غونډو باخبره او پکې کلک حضور ولري.

د امریکې او نړیوالي ټولني پر وړاندي د محب وروستۍ څرګندوني یوازي د هغه نه بلکې د هر افغان اندیښنه او غوښتنه ده .

ایا داسي کیدای شي چې ګاونډیان راشي او ستا د کور داخلي لانجه په داسي حال کې چې ته په خبرو کې حضور و نه لري حل کړ؟؟

په قطعي توګه نه.

زه په دې باور لرم چې ملت د حمدالله محب د خبرو په وحدانیت پوهیږي او هغه کسان چې اوس یي نه شي حضمولای خامخا به پرې پوه شي.

لیکن د  مزدورو او پلورل شویو ګوډاګیو سیاست والو پلویان او خیاطان به کله هم ځان په حق و نه پوهوي.

د مارسي جون په نامه غربی انسان پیژندونکی وایي (( هغه کس چې ویده وي را ویښول یي اسانه دي خو هغه کس چې ځان په خوب وهلی وي را ویښول یي اسانه خبره نه ده، ځکه هغه پوهیږي چې یو څوک یي ویښول غواړي لیکن دی نه غواړي ویښ شي او سترګي يي پټي نیولي وي)).

منتقدین او د افغان وطن کورني دښمنان باید په دې پوه شي چې د افغانستان جګړه یوازي د افغانانو لپاره او د افغانانو مسولیت نه ده .

همدا افغان ملت او حکومت دی چې د نړۍ د ترهګرو ځپلو ته یي ټټر ډال ګرزولی او هره ورځ قرباني ورکوي.

هیڅ څوک باید په افغان وطن کې د خپلو لګول شویو پیسو احسان پر افغانانو و نه بولي بلکې باید په دې پوه شي چې دا جګړه او لګښتونه یي یوه ګډه جګړه ده چې د نړۍ د هر وګړي امنیت او خوندي توب ورسره تړلی دی.

افغانستان یو یتیم هیواد نه دی چې هر څوک یي په کورنیو چارو کې لاس ووهي بلکې داسي یو هیواد دی چې هروګړی یی نن صبا له پوره سیاسي شعور څخه برخمن دی.

حمدالله محب هم یو له با شعوره افغانانو څخه دی چې تل یي نه یوازي بهرني اغیار بلکې کورني شړل شوي او مزدور عناصر رټلي او د هغوي د وطن ضد دسیسو د شنډولو هڅه یي کړي.

همدا دی چې وايي حق ویل ترخه دي.

که چیرته د افغانستان مزدور سیاست وال او یو شمیر افغان ضد کورني عناصر په ریښتیا هم سوله غواړي نو باید افغانان د سولي د پروسي مالیکن وبولي او د هغوي له ملي دریځ څخه ملاتړ وکړي.

د افغان ولس له پراخه حضوره پرته سوله نا شوني دي او دا به بیا د اسلام آباد او راولپنډۍ د توافقاتو په څیره یوه  هوکړه وي چې کوڅه په کوڅه جګړو ته به لاره هواره کړي.

مونږ افغانان کله هم د ایران او پآکستان اسارت نه منو او نه مو هم منلی دی.

اسلام آباد ته د افغانستان تسلیمیدل او تیرو وختونو ته بیرته ستنیدل په هیڅ صورت افغانانو ته مانا نه لري او که چیرته ځيني کورنۍ او بهرنۍ کړۍ دا هڅه کوي دا به دغلته د جګړې او بربادۍ  یوه نوي جبهه پرانیزي.

مونږ افغانان د حمد الله محب د څرګندونو ملاتړي یو او د سولي په هر راز خبرو کې د افغان دولت او ولس پراخ حضور غواړو.

میرویس جلالزی