fbpx

عامر خان د نوي فلم لپاره ٢٠ کيلو وزن کموي

د هندي فلمونو نوموتى ستورى عامر خان د خپلې ٥٤مې کاليزې پر مهال په خپل يوه پېغام کې ويلي، چې هغه به ډېر ژر په يو نوي فلم باندې کار پيل کړى، چې د دغه نوي فلم لپاره به ٢٠ کيلو وزن هم کموي.

د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، عامر خان د ٥٤ کلونو شو او د خپلې کاليزې پر مهال نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې هغه په يو نوي فلم ((لال سنګ چډها)) باندې کار پيلوي، چې په دې فلم کې به د نوموتي انګليسي فلمونو ستوري ((ټام هانکس)) رول ولوبوي. د عامر خان راروان فلم د انګليسي فلم ((فورسټ ګمپ)) نه اخذ شوى دى.

د خبرو پر مهال عامر خان وويل، چې هغه به د خپل دې نوي فلم لپاره ٢٠ کيلو وزن هم کموي. هغه وويل چې زه په خپله هم غواړم چې ځوان ښکاره شم او د دې لپاره خپل وزن کمول ډېر ضروري دي.

عامر خان زياته کړه، چې د دغه فلم کيسه زما ډېره خوښه ده، د دې فلم کيسه د ژوند په حقيقتونو باندې چورلي او دا فلم تاسې کولاى شئ چې له خپلې کورنۍ سره يې هم وګورئ.

ياده دې وي چې دغه انګليسي فلم ((فورسټ ګمپ)) په ١٩٩٤ کال کې نندارې ته وړاندې شوى و، چې دا فلم په مشهور ناول ((فورسټ ګمپ)) باندې جوړ شوى و، ياد ناول په ١٩٨٦ کال کې امريکايي ليکوال وينګسټن ګروم ليکلى و. د ((فورسټ ګمپ)) د ښه لارښودۍ او د ټام هانکس د ښې اداکارۍ له امله دغه فلم د آسکر ٦ جايزې هم ترلاسه کړې وې.

د عامر خان د دې نوي فلم ((لال سنګ چډها)) لارښود د ((سيکرټ سپر سټار)) فلم لارښود هم و او ويل کېږي چې د دې فلم ثبت به د روان کال د اکتوبر په مياشت کې پيل شي.