fbpx

د نړۍ په زړه پورې تعميرونه، چې له ښيښې جوړ شوي

نن سبا د کورونو او تعميرونو په جوړولو کې د ښيښې لګول ډېر شوي دي. نن سبا نه يوازې دا چې خلک د کورونو او تعميرونو کړکۍ او دروازې د ښيښې نه جوړوي، بلکې ځينو ځايونو کې روغ روغ دېوالونه هم د ښيښو نه جوړېږي. که يوې خواته اوس دا په خلکو کې يو فېشن ګرځېدلى دى، نو بلخوا ځينو خلکو داسې تعميرونه هم جوړ کړي، چې ټوله پکې ښيښه کارول شوې ده. په لومړي سر کې خو په دغه تعميرونو باندې سختې نيوکې وشوې، خو کله چې بشپړ شو، نو خلک په ليدو حېرانه شول. که ځينې تعميرونه داسې هم دي چې د رڼا او ګرمۍ له امله يې ګاونډيان په تنګ دي، خو بيا هم دا له ښيښو جوړ تعميرونه ډېر زړه راښکون لري او خلک يې ډلې ډلې ليدو ته ورځي.

فارنسورت هاوس:فارنسورت هاوس

دا کور د امريکا د الونايي رياست په پلانو سيمه کې جوړ دى. فوکس سيند ته نږدې جوړ شوى دا کور له ښيښو څخه جوړو شوو تعميرونو کې تر ټولو پخوانى دى. دا يوازې يوه کوټه ده چې په ١٩٥١ کال کې جوړ شوى دى. دا د تعمير د ډاکټر ايډت فارنسورت لپاره جوړ شوى و، خو نن سبا يې د ميوزيم بڼه خپله کړې ده.

کاناګاوا د ټېکنالوژۍ انسټيټيوټ:کاناګاوا د ټېکنالوژۍ انسټيټيوټ

د جاپان په ټوکيو ښار کې دا له ښيښو جوړ شوى تعمير يو انسټيټيوټ دى، دا تعمير Junya Ishigami ډيزاين کړى دى. دا تعمير هم يوه کوټه لري چې ٢ زره سکواير ميټر باندې خور دى او له په دې کې له سپينو ګټو څخه هم کار اخيستل شوى دى.

نڅېدونکى تعمير:نڅېدونکى کور

په نوې بڼه جوړ شوى دا تعمير د پيراګوى د والټا له سمندر سره نږدې په ١٩٩٦ کال کې جوړ شوى دى. په همدغه کال کې يوې امريکايۍ ورځپاڼې دغه تعمير ته د کال د تر ټولو ښه ډيزاين جايزه هم ورکړې وه. دې ته نڅېدونکى کور يا تعمير هم ويل کېږي، د دې تعمير ډيزاين والډو ميلونچ او فرينک ګهري جوړ کړى دى.

ډبليو هوټل:ډبليو هوټک

د سپېن ښار د نوو او په زړه پورې تعميرونو لپاره په ټوله نړۍ کې پېژندل کېږي، دا هوټل چې (ډبليو هوټل) ورته وايي هم يو له هغه تعميرونو څخه دى، چې په سپېن ښار کې جوړ شوى دى. له ښيښې جوړ د دې هوټل ډيزاين ريکارډو بوفل جوړ کړى دى. دا په ٢٠٠٩ کې بشپړ شوى دى. دا لومړى هوټل و چې ټول له ښيښې جوړ دى او کله چې لمر په دې هوټل ولګي، نو ننداره  يې لا ښکلا پېدا کړي.

نيدرلېنډ انسټيټيوټ:نيدرلېنډ انسټيټيوټ

د نړۍ په زړه پورو تعميرونو څخه يو هم د هالېنډ په Hilversum ښار کې د نيدرلېنډ انسټيټيوټ دى. د دې تعمير ډيزاين Willem Jan Neutelings او Michiel Riedijk جوړ کړى دى. دا تعمير لس منزله ده چې ويل کېږي نيمايي تر ځمکې لاندې هم دى. که چېرته د شپې له ښيښو جوړ د دې تعمير ننداره وکړئ، ګوته په غاښ به پاتې شئ.

د باسک د روغتيا مرکزي څانګه:د باسک د روغتيا مرکزي څانګه

دا ١٣ منزله تعمير کوم ميوزيم يا آرټ ګيلري نه ده، بلکې دا په سپېن کې د باسک روغتيا مرکز، مرکزي څانګه ده. د سپېن دا په زړه پورې تعمير کول بيروو ډيزاين کړى دى. کوم خلک چې سپېن ته د سياحت لپاره ځي، نو حتمي د دې تعمير څخه هم ليدنه کوي، ځکه دا د سېلانيانو زړونه ځان ته راکش کوي.

دي بوټينيکل ګارډن:دي بوټينيکل ګارډن

له ښيښو جوړ دا په زړه پورې تعمير په ١٩مه پېړۍ کې په لندن کې د جوړ شوي کرسټل پېلس تعمير په ډول جوړ شوى دى. دا په Curitiba ښار کې جوړ شوى دى، چې ډېر لوى دى. دا بوټينيکل ګارډن په اصل کې يو شنه خونه ده، چې په ١٩٩١ کې جوړه شوې ده. د دې ځاى ليدنې ته په زرګونو سېلانيان ورځي، د دې ښيښه يي تعمير شا و خوا د اوبو فوارې د دې په ښکلا کې نور زياتوالى هم راولي.

٣٠ سينټ ميري ايکس:٣٠ سينټ ميري ايکس

دا تعمير په ٢٠٠٣ کال کې په لندن کې جوړ شوى دى چې ډيزاين يې نورمن فوسټر کړى دى. د دې تعمير ډېره برخه له يوې پېړې ښيښې څخه جوړه شوې ده. دا ٤١ منزله لري چې په ٢٠٠٤ کال کې يې د RIBA سټرلنګ جايزه هم ترلاسه کړې ده. کوم سېلانيان چې لندن ته ورځي، نو له دې په زړه پورې تعمير نه هم ليدنه کوي.

لوور پيرامډ:لوور پيرامډ

د ډېرو تعمير جوړونکو فکر دا و چې دا تعمير د ښکلا په نوم يوازې يو تور داغ دى. کله چې د اهرام په ډول جوړ شوى دا تعمير جوړېده او بيا ګټنې ته سپارل کېده، نو خلکو پرې سختې نيوکې کولې، خو چې کله ګټنې ته وسپارل شو، نو تر هغه وروسته له ښيښو څخه په جوړو شوو تعميرونو کې تر ټولو زيات دا مشهور شو. دا تعمير چې په ١٩٨٩ کال کې جوړ شوى، ډيزاين يې I.M.Pei جوړ کړى دى.