fbpx

بشرحقونو کمیسون د ملکي تلفاتو پر ډېریدو انديښنه ښودلې

په دې ورستیو کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې په جګړه، بمباریو ماین چاودنو او  داسې نورو ورته پیښو کې ملکیان په نښه شوي او ددې کال د پیل میاشتي هم زیاتي خونړۍ وې.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون د ملکي تلفاتو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي چې باید دولت د ملکیانو ژوند ته پاملرنه وکړي.

ددې وزارت ویاند بلال صدیقي وايي چې حکومتي ځواکونه باید پوځي او ملکي اهداف بیل کړي او خپل عملیات په دقت سره ترسره کړي ترڅو د ملکیانو  تلفاتو کې کمبود راشي.

صدیقي وايي کله چې په کومه سیمه کې عملیات کیږي په نښه کیږي باید له پوځي محلونو ملکي سیمې تفکیک کړای شي، او  زموږ داوړاندیز دی چې باید له هغو کسانو سره چې د ملکي تلفاتو باعث کیږي جدي کړنې ترسره شي.

په ورته کې افغان ولسمشرهم په یوه غونډه کې ټینګار کړی چې باید د ملکیانو ژوند ته پاملرنه وشي ولسمشر د ملکیانو  د تلفاتو  د مخنیوي طرحې په هکله د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو ته د یادې طرحې د ښه والي په خاطر لارښوونه وکړه وې ویل، زمونږ موخه صفر ته د ملکي تلفاتو رسول دي. هغه زیاته کړه، په دغه طرحه کې دې اوږدمهاله ارزونې په پام کې ونیول شي چې سمې تطبیق شي.

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، ټول امنیتي ارګانونه مکلف دي د هغو عملیاتو جزئیات چې د ملکي تلفاتو احتمال پکې وي پر وخت له خلکو سره شریک کړي، ترڅو په دې اړه  د معلوماتي تشې مخنیوی وشي.

غني وویل ټول امنیتي ارګانونه مکلف دي د هغو عملیاتو جزئیات چې د ملکي تلفاتو ادعاوې پکې شوې وي په اساسي توګه وارزوي او معلومات وړاندې کړي. هغه ټینګار وکړ، د ملکي تلفاتو په اړه د معلوماتو نه وړاندې کول د افغانستان د حکومت رهبري او خلکو ته د منلو وړ نه دي.