fbpx

ننګرهار کې ماین چاودنې پنځه کسو ته مرګ ژوبله اړولې

 

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې ددې ولایت  خوږیاڼو ولسوالۍ کې دیوه ځای پرځای شوي ماین چاودنه کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار ولایتي ویاند عطاالله خوږیاڼي خبریال ډاټ کام ته په خبرو کې وویل چې پيښه شاوخوا نن لس بجې د خوږیاڼو ولسوالۍ د بکو زیارت په سیمه کې رامنځ ته شوې چې ښايي هدف يې د دولت په ملاتړ پاڅون کوونکي وو.

خوږیاڼی زیاتوي ماین وار له مخې په دې ځای کې ښخ شوی وو او یاده چاودنه رامنځ ته شوې ده، هغه وايي د چاودنې په پایله کې یو ماشوم وژل شوی او د یوه ملکي وګړي په ګډون درې پاڅون کوونکي ژوبل شوي دي.

خوږیاڼي په خپلو خبرو  کې وویل چې له سیمې څخه ژوبل کسان روغتون ته وړل شوي او روغتیا يي حالت يې د ډاډ وړ دی.

تراوسه پوري ددې  پیښي مسؤلیت چا پرغاړه نه دی اخیستی.

په دې ورستیو کې د ننګرهار په بیلابیلو سیمو کې ورته پیښي رامنځ ته شوې دي او خلک اندېښنه لري چې د ننګرهار وضعیت او امنیتي حالت د خرابیدو پرلوري روان دی.

ننګرهار کې پر وسلوالو طالبانو  سربیره داعش وسلوالو  هم فعالیت لري چې کله کله جګړو او  بم چاودنو کې دلاس لرلو وايي څه موده وړاندې ددې ولایت د بهسودو ولسوالۍ کې پر یوه خصوصي شرکت داعش ډلې ډله ایز برید کړی چې په پایله کې يې ددې شرکت ۱۶ کارکوونکي ووژل شول او ۱۱ نوريې ژوبل کړل.

دا چې د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي به د خلکو مخ پر وده انديښنو ته څه ځواب ورکړي مالومه نه ده خو له معمول سره سم هېواد کې د هواد په ګرمیدو  په ټولیزه توګه نا امنۍ جګړې بم چاودنې او ډله ایز بریدونه زور اخلي چې په زیاته کچه مرګ ژوبله اړوي.

وړاندې له دې به د هر پسرلي په راتګ سره وسلوالو طالبانو خپل پسرلني عملیات اعلانول خو تراوسه پوري دې وسلوالې ډلې د خپلو پسرلنیو عملیاتو په هکله څه نه دي ویلي.

Loading...