fbpx

کورنیو چارو وزارت: د ملا عبدالسلام کور نه دی کلابند شوی

د کورنيو چارو وزارت کابل کې د ملا عبدالسلام ضعيف د کور کلابند کيدو خبرونه رد کړل، د وزارت وياند نصرت رحيمي وايي  امنيتي ځواکونو د ملا ضعيف کور ته څيرمه د ملاطوطي کور کلابند کړی چې د ځمکو په غصب تورن دی.

ویل کیده چې افغان امنیتي ځواکونو په کابل کې د ملا عبدالسلام ضعیف کور  د تېرې شپې راهیسې محاصره کړی و ، ځینو سرچینو ویلی و چې امنیتي ځواکونه له تېرې شپې راهیسې سیمه کې شتون درلود او چاته یې د تګ راتګ اجازه نه ورکوله خو اوس امنیتي چارواکو دا راپورونه رد کړل .

بلخوا د کابل امنیه قومندان سید محمد روشندل رسنیو ته ویلي و چې د  ضعیف یوه ساتونکي چې وسله یې درلوده د هغه د کور په مخکې له امنیتي ګزمې سره مخامخ شوی او د هویت د تثبیت تر وخته د دوی ترمنځ ناوړه تفاهم رامنځته شوې وه چې وروسته حل شوه.

عبدالسلام ضعیف  د طالبانو د حکومت پرمهال په پاکستان کې دافغانستان سفیر وو، او د طالبانو د رژیم تر ړنګېدو وروسته د پاکستان دولت امریکا ته په لاس ورکړ.

عبدالسلام ضعیف د سولې پروسه کې د خیل او له پېژندل شویو څېرو څخه شمېرل کیږي نوموړي د سولې په هکله د مسکو په خبرو کې او وروسته د دوحې  په خبرو کې هم برخه اخیستې ده.

ملا عبدالسلام ضعیف د سولې اوسنۍ پروسه کې په ټولو ناستوکې برخه اخیستې او تقربیآ په دې برخه کې يې منځلاريتوب غوره کړی دی.