fbpx

اسلام ضد فکرونه خطرناک دي، د هالي ووډ ستورو له مسلمانانو سره غمرازي

د جمعې په ورځ د نيوزيلانډ په کرايسټ چرچ ښار کې يوه سپين پوستي عيسايي ترهګر د جمعې د لمانځه پر مهال په دوو جوماتونو کې پر مسلمانانو وحشتناک بريد ترسره کړ، چې پکې ٥٠ مسلمانان شهيدان شول او همدا راز ٤٠ شا و خوا ټپيان شول، دې پېښې ټوله نړۍ ودردوله او د نورو خلکو تر څنګ، د هالي ووډ فلمي ستورو هم د زيانمنو کورنيو او په عمومي ډول له مسلمانانو سره خپله غمرازي شريکه کړه او دا ترهګريزه پېښه يې وغندله.

د امريکا يوې مشهورې سندرغاړې هيسلى له دې پېښې وروسته د نړۍ له ټولو مسلمانانو سره غمرازي وکړه او همدا راز له زيانمنو کورنيو څخه يې بخښنه وغوښته او وې ويل چې زه هېڅ فکر نه شم کولاى، چې څنګه يو انسان د عبادت پر ځاى کې داسې کار کولاى شي. هغې وويل چې زما زړه او د ټولې نړۍ د خلکو زړونه له تاسو سره دي، زه اوس هيله کوم چې ټول خلک دې له خپلو مسلمانو ګاونډيانو سره ښه چلند وکړي او هغوى سره دې په مينه مخامخ شي.

هيلسى همدا راز وويل، چې په اسلاموفوبيا (د اسلام ضد فکرونه يا له مسلمانانو څخه کرکه) سترګې نه شو پټولى، دا ډېر خطرناک دى، موږ ته پکار دي چې په خپل منځ کې يووالى راولو. هغې همدا راز ټولو مسلمانانو ته وويل، چې که چېرته تاسې اوس ځان يوازې ګڼئ، نو زه تاسې ته وايم، چې زه له تاسې سره ولاړه يم.

نوموتي امريکايي موډل او پر ټلويزيون کار کوونکى کايلي جينر هم په خپل انسټاګرام د نيوزيلانډ دا ترهګريزه پېښه وغندله او وې ويل چې په نيوزيلانډ کې ترسره شوې دې پېښې مې زړه مات کړ، همدا راز نوموړي د شهيدانو او ټپيانو کورنيو ته د صبر غوښتنه کړې ده.

امريکايي سندرغاړي، کمپوزر، پروډيوسر او ممثل جون ليجنډ هم په ټولنيزو رسنيو د کرايسټ چرچ ښار دا پېښه خطرناکه ګڼلې او ويلي يې دي، چې دلته او په نورو هېوادونو کې د سپين پوستو دا کار ډېر خطرناک دى، چې په نورو خلکو ځان برتر ګڼي، هغه ويلي دي چې موږ ته پکار دي چې يووالى خپل کړو.

همدا راز د هالي ووډ نوموتي او ليجنډ ستوري آرنلډ شوازنيګر هم د کرايسټ چرچ ښار له زيانمنو سره غمرازي کړې ده او ويلي يې دي چې زما زړه د زيانمنو، د هغوى له کورنيو او د نيوزيلانډ له ولس سره دى، دا د ترهګرۍ يوه ډېره خطرناکه پېښه وه، خو زه او ټوله نړۍ ستاسې تر څنګ ولاړه ده.