fbpx

په زابل کې د خبریالانو ورځ ونمانځل شوه

 

د حوت ۲۷ مه چې د افغان حکومت له لوري په روان کال کې د خبریالانو د ورځې په نامه نومول شوی ده نن په زابل کې ونمانځل شوه

یاد مراسم په مشرانو جرګه کې د زابل د سناتور ډاکتر زلمي زابلي په نوښت جوړ شوی و چې پکې د دولتي ادارو د یو شمیر مسوولینو تر څنګ په دې ولایت کې د ټولو ازادو رسنیو کارکوونکو او مسوولینو برخه درلوده

په پيل کې د اطلاعاتو او کلتور رییس، د ملی رادیو تلویزیون امر او د خپلواک رسنیو استازو په دې ولایت کې د مطبوعاتي پرازادۍ، ستونزو او لاسته راوړنو بحث وکړ او د مشکلاتو په حل کې يې د ډاکتر زلمي زابلي څخه مننه وکړه

بسم الله پښتونمل خبریال

وروسته سناتور ډاکتر زلمي وویل چې د زابل د رسنیو کارکوونکي په سختو حالاتو کې کار کوي او تل یې د ولس ږغ راپورته کړی دی

نوموړی وویل د خبریالانو د مسلکي روزنې، د چاپي رسنیو د تقويې او په ملي رسنیو کې د زابلي ځوانانو د مقررۍ په اړه به د دې ولایت له ځوانانو سره بشپړه همکاري وکړي

ډاکتر زلمی زابلی چې په دې ولایت کې د ازادو رسنیو لومړی بنسټ ايښودونکی هم دی وخت پر وخت یې له ژورنالیستانو سره همکاري کړي ده

ډاکټر زلمی زابلی سنا مجلس کې د زابلد خلکو استازی

د پروګرام په اخره کې د سناتور زابلي له خوا څخه د دې ولایت د رسنیو مسوولینو او ژورنالیستانو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.

دا مهال په زابل کې په محلي کچه پنځه راډیو ګاني او یو دولتي محلي ټلویزیون فعالیت لري، چې په سیمه ییزه کچه خبرونو او موضوعاتو ته پکښي انعکاس ورکول کیږي.

زابل او ټول افغانستان کې دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې  تیري دوه اونیو کې په هلمند او خوست کې خبریالانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د رسنیو مدفع ټولنې يې په اندېښنه کې اچولې.