fbpx

هالنډ کې وسلوال برید شوی

 

هالنډ کې  پولیس وايي چې یوه وسلوالو بریدګر پرخلکو ډزې کړې او خپله له سیمې تښتيدلی ده خو دوی ټینګار کوي چې بریدکوونکی د پولیسو تر تعقیب لاندې دی او ډېر ژر به ونیول شي.

د هالنډ پولیس وایي د ډزو له امله د اوترخت په ښار کې یو کس وژل شوی او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي دوی وایي د پیښي انګېزه تراوسه په ډاګه شوې نه ده او بریدګر له سیمې تښتېدلی دی.

د پولیسو یوه ویاند ویلي چې یو بریدګر له ډزو وروسته له سیمې په یوه موټر کې تښتېدلی. ښکاره نه ده چې ډزې چا کړي، خو پولیسو سیمه کلابنده کړې.

پولیسو ویلي څېړنه روانه ده چې معلومه کړي آیا د برید ترشا “ترهګریزه انګېزه” وه که نه چارواکو ښوونځیو ته امر کړی چې دروازې بندې وساتي، ځکه ګومان کېږي چې بریدکوونکی اوس هم ازاد ګرځي.

پيښه د ریل په یوه تم ځای کې رامنځ ته شوې او تراوسه يې پوره جزیات مالوم نه دي چې څنګه یو ناڅاپه داسې یوه پیښه رامنځ ته کیږي، یوه کس د سترګو لیدلی حال ووایه، چې یوه کس ناڅاپي هرې خوا ته ډزې پیل کړې، د هالنډ لومړي وزیر مارک روتې ویلي حکومت یې بېړنۍ ناسته کړې.

ددې پیښي وروسته په دې  سیمه کې ټول روغتونونه پرانستل شوي او له ژوبلو کسانو سره مرستې روانې دي.

هالنډ کې دا برید په داسې مهال کیږي چې تیره جمعه نیوزیلنډ کې یوه برید ګر په دوه جوماتونو کې د برید په پایله کې ۵۰ کسه ووژل هغه برید ګر عیسوی او ۳۳ کاله عمر یې درلود.

نوموړي د برید پرمهال د صحنې ویډیو کړې او ویل کیږي چې د برید دا ویډیو يې په فېسبوک کې په ژوندۍ بڼه هم خپروله ددې برید د انګېزې په هکله هم کاپي مالومات نه دي ورکول شوي خو ویل شوي وو چې دا کس څو میاشتي وړاندې پاکستان ته سفر کړی وو چیري چې د نړۍ ګڼ شمېر ترهګرې ډلې شتون لري.