fbpx

د کورنیو چارو وزارت غبرګون د پروین درانۍ پر واړندې

د کورنیو چارو وزارت د کابل پولیسو ته امر کړی، چې د ولسي جرګې د غړې پروین درانۍ له خوا د یو پولیس افسر د وهلو ډبولو پر و
وړاندې د اساسي قانون د ١٠٢مې مادې مطابق اجرآت وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي:

هېڅ څوک له قانون پورته نه دي، هر څوک چې د قانون پر وړاندې ودریږي، قانوني چلند به ورسره کیږي، د اغلې درانۍ دا جرم څرګند دی او په دې اړه مو د کابل پولیسو ته امر کړی چې د اغلې درانۍ سره د قانون له مخې عمل وکړي.

د اساسي قانون د ١٠٢ مې مادې پر اساس: که د ملي شورا غړي په کوم جرم تورنیږي، مسؤل مامور به هغې جرګې ته چې مجرم یې غړی دی خبر ورکوي او مجرم به د عدلي تر څېړنو لاندې راځي، مسؤل مامور کولای شي د هغې جرګې له اجازې پرته چې مجرم شخص یې غړی دی، مجرم ونیسي او څېړنې ترې وکړي.

یو شمېر انځورونه چې په خواله رسنیو کې ښکته پورته کیږي داسې څرګندوي چې د مسعود په څلور لارې کې د پولیسو له خوا د ولسي جرګې د غړې پروین درانۍ د موټر له تم کولو وروسته اغلې درانۍ د پولیسو سره شخړه کړې او یو پولیس یې وهلی ډبولی دی.

خو اغلې درانۍ ادعاء کوي چې د پولیسو سره په شخړه کې پولیس دی وهلې ده.

اغلې درانۍ زیاتوي: که څوک تاسې ووهي تاسې به یې پر وړاندې څه وکړﺉ، کېمرې راوړﺉ وګورﺉ، همدې پولیس زه ووهلم.

د پروین درانۍ له خوا د پولیس وهل ډبول د یو شمېر خلکو له خوا له تندو غبرګونونو سره مخ شو.

دا لومړی ځل نه دی چې پولیس د خپلو دندو د اجرآ پرمهال پر څلور لارو یا سړکونو کې د ملي شورا د غړو له خوا تحقیریږي او وهل کیږي بلکې دې ته ورته یو شمېر نورې قضیې هم د عدلي او قضایي بنسټونو له خوا په سم ډول نه دي څېړل شوي.

Loading...