fbpx

په هرات کې د ٤٠ شهیدو شویو خبریالانو عکسونه نندارې ته وړاندې شول

د ٤٠ هغو خبریالانو عکسونه چې په دې  وروستیو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ نن دوشنبه(کب ٢٧مه) په هرات ولایت کې په یوه لوی نندارتون کې نندارې ته وړاندې شول.

یاد نندارتون د کب د ٢٧مې نېټې د ”خبریال د ملي ورځې“ په ویاړ جوړ شو چې په کې ډېر شمېر خبریالانو ګډون کړی وو او د خبریالانو د کار پر وړاندې یې د ګواښونو او خنډونو پر شتوالي اندېښنه وښوده.

په هرات کې خبریالان د امنیتي ګواښونو سربېره د کاري مصؤنیت نه شتوالی او د بیان ازادۍ نقض د یو شمېر دولتي بنسټونو له لوري  د خبریالانو پر وړاندې د ستونزو په ډول یادوي.

حکومت دووه اوونۍ وړاندې د کب ٢٧مه د ”خبریال ملي ورځ“ په نوم ونوموله، چې نن دوشنبه د (کب ٢٧مه) د خبریال ملي ورځ د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې هم ولمانځل شوه.

د خبریال ملي ورځ داسې مهال لمانځل کیږي چې د ٢٠١٩ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې پر هېواد دننه څلورو خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د یادو څلورو خبریالانو له ډلې، سلطان محمد خیرخواه په خوست ولایت کې د ژمن خصوصي تلوېزیون خبریال چې درې ورځې وړاندې د نامعلومه وسلوالو له لوري تر برید وروسته د سختو ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ، شفیق آریا او رحیم الله رحماني په تخار کې د محلي راډیو خبریالان په تېره فبرورۍ میاشت کې د تخار په تالقان کې د نامعلومه وسلوالو له لوري ووژل وشول او جاوېد نوري د فراه ولایت محلي خبریال چې د جنوري په میاشت کې د نامعلومه وسلوالو له لوري ووژل شو.

له دې هر څه سره سره د هرات ولایت خبریالان وایي: هېڅ مانع به د دوی د فعالیت او د حقایقو د رابرسېره کولو خنډ ونه ګرځي او  او په ډېرې لېوالتیا او مینې سره به د هغو خبریالانو لار تعقیبوي چې د بیان د ازادۍ پر لار یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.