fbpx

ترکیه او یونان تر دې وروسته افغان کډوال په زوره نه باسي

د افغانستان د کډوالو او راسنیدونکو چارو وزارت ویلي: ترکیې او یونان ژمنه کړې چې تر دې وروسته به افغان کډوال له خپلو هېوادونو په زوره نه باسي.

یاد وزارت وایي د دواړو هېوادونو چارواکو ورسره په یادو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ستونزو د هوارۍ ژمنې هم کړي دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته ژاستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي نن دوشنبه(کب ٢٧مه) په کابل کې د یوې ناستې پر مهال په خبرو کې یونان او ترکیې ته د خپلو سفرونو په اړه یادونه وکړه او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو له چارواکو سره یې د افغان کډوالو د ستونزو پر هوارۍ خبرې کړي دي.

ښاغلي بلخي د ایران، روسیې او ترکیې له لارې اروپا ته د تلونکو افغان کډوالو په شمېر کې د کموالي په اړه هم یادونه وکړه خو کره شمېره یې په ډاګه نه کړه.

د نوموړي پر وینا له یادو لارو د یو کال په موده کې یو لک او اویا زره کډوال اروپا ته اوښتي چې افغانان هم په کې شامل دي.

یو شمېر هغه افغان کډوال چې له بېلابېلو لارو اروپا او نورو بهرنیو هېوادونو ته تللي هلته یې د ژوند د پوره امکاناتو د نه شتون او  له دوی سره د بد چلند د کېدو له امله شکایت کوي

افغان چارواکو بهرنیو هېوادونو ته د سفر پر مهال د بهرنیو هېوادونو له چارواکو سره د افغان کډوالو پر ستونزو او د ستونزو پر هوارۍ خبرې او ژمنې کړي خو لا هم په بهرنیو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال له دوی سره د بد چلند له کېدا سر ټکوي.