fbpx

صالح: د ارګ څنګ کې د پولیس سپکاوي ټکان راکړ

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح ویلي: پولیس حق لري قانون ماتوونکي ونیسي او ډزې پرې وکړي، خو په هغه پولیس، سرتیري او افسر زړه نه خوږوم چې د خپل صلاحیت څخه نا خبره وي.

ښاغلی صالح زیاتوي: هغه ویډیو چې د ولسمشرۍ ماڼۍ سره نژدې یو پولیس افسر وهل کیږي ټکان راکوونکې وه.

ښاغلي صالح پر پولیسو غږ وکړ چې پر قانون ماتوونکو د نیولو او پر هغوی د ډزو کولو صلاحیت لرﺉ! او که له تاسې سره هر څوک له زوره کار اخلي نو تاسې یې پر سرو وینو لړلی جسد خپل کور ته یې ورورلېږﺉ.

ښاغلی صالح دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ولسي جرګې د غړې پروین درانۍ له لوري د مسعود په څلور لارې کې د یو پولیس افسر د وهلو له امله په ولس کې هم تند غبرګونونه راوپارول.

د کورنیو چارو وزارت ویلي د کابل پولیسو ته یې امر کړی چې د  اساسي قانون د ١٠٢ مې مادې پر اساس د اغلې درانۍ پر وړاندې اقدام وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي  په دې اړه داسې ویلي وو:

هېڅ څوک له قانون پورته نه دی او څوک چې د قانون پر وړاندې ودریږي قانوني چلند به ورسره کیږي.

یادې پېښې په ولس کې هم یو لړ غبرګونونه راپارولي دي.

خو دا لومړی ځل نه دی چې پولیس د خپلو دندو د اجرآ پر مهال له داسې پېښو سره مخ کیږي.